فرانس پريس اژانس وايي چې د سېپټېمبر پر دويېمه نېټه شاوخوا ۵۰ ښځې د هرات سړکونو ته رواتلې وې. د اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې زده کړې، کار او امنیت د دوی حق دی. دوی زیاته کړې چې سره يو موټي دي او نه وېرېږي.
هیبت الله اخونزاده درې مرستیالان لري چې په هغې کې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر ځوی مولوي یعقوب، د حقاني شبکې مشر سیراج الدین حقاني او د طالبانو ډلې یو بنسټ ایښودونکې عبدالغني برادر شامل دي.
د شمالي وزيرستان د ځوانانو سازمان مشر نور اسلام داوړ د اګست پر ۲۷مه نېټه نامعلومو وسله والو هغه مهال وژلی وو کله چې هغه خپل کلي ته روان وو. پښتون ژغورنې غورځنګ د وژنې پر ضد احتجاج وکړ او د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې وکړه. خو نور اسلام داوړ څوک دی؟ په دې اړه د عمر وزير ويډيويي راپور
شاه محمود قريشي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه له بريتانوي ټېليويژن ((سکای نيوز )) سره د مرکې پر مهال زياته کړه، که چيرې طالبان په واک کې وي، نو هغوی بشري او اقتصادي مرستو ته اړتيا لري.
د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته پرلتوالو ته په وينا کې د راتلونکې تګلارې په اړه وویل:
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدووروسته سلګونه افغان کډوال چمن ښار ته اوښتي دي. يوشمېر کډوالو غوښتل چې د بلوچستان نورو سيمو ته ځانونه ورسوي خو چارواکو راګرځولي او په چمن کې يې په يو موقتي کېمپ کې ځای پر ځای کړي دي. دغه کډوال هلته د اسانتياوو له نيشتوالي سر ټکوي. په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د يوه ملتپاله جمهوري ګوند تشه احساسېدله نو ځکه دوی نوی ګوند جوړ کړ.