د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا ويلي چې پاکستان دې پر طالبانو د خپل نفوذ په کارولو سره هغوی له تشدده راوګرځوي او د سولې مېز ته دې يې راولي.
د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی. د پولیسو خپور کړی بیان وايي چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د [بهرنيو وسله والو په اړه د افغان طالبانو نقطه نظر] تر سرلیک لاندې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم د ټي ټي پي تګلارې او فعالیتونه د پاکستان پرضد دي خو په افغانستان کې د افغان حکومتي ځواکونو پروړاندې د افغان طالبانو ملګري دي.
افغان حکومت بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې له طالبانو سره مرستې کوي او په دا وروستیو کې یې په زرګونه جنګي کسان افغانستان ته وراړولي دي خو پاکستان دا تورونه ردوي.
د دوی په وينا يو خوا طالبان په سپين بولدک کې له دوی په نغدو پيسو محصول اخلي او بلخوا کندهار ښار ته په ننوتو د افغانستان ګمرک چارواکي د انټرنېټي بانکدارۍ له لاري دوی محصولوي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پینځو کلونو تر ځنډ وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د نويو کارډونو نېټه به د ۲۰۲۳ز کال په جون کې بشپړېږي. اداره زیاتوي چې د دې بهیر ترسره کولو لپاره یې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه جوړ کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د ناټو د ویاند په وینا، له افغان ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ دوام د دغه تړون د ۳۰ غړو هېوادونو د مشرانو د پرېکړې پر اساس دی.