مشال راډيو د جولای پر ۱۳مه د پنجاب ټيکسټ بک بورډ د دې اقدام په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې چارواکو او هم د پنجاب تعليم وزير مراد راس ته د هغوی پر ټيليفون شمېرو زنګونه ووهل، خو په خبرو ورسره بريالی نه شو.
په سلګونه قومي مشران او ځوانان د جولای پر ۱۳مه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست انګړ ته ورټول شوي ول او د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ يې له مرکزي حکومته وغوښتل چې هر هغه څوک چې د ملي امنیتي ځواکونو په سر سودا کوي.
د طالبانو استازو ترکيې ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې ځواکونه پاتې نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې انقرې اعلان کړی چې د کابل هوايي ډګر چې رسمي نوم یې حامد کرزی نړيوال هوايي مېدان دی، د ساتنې لپاره د ځواکونو په پاتې کولو غور کوي. د مې له لومړۍ نېټې له کله نه چې امريکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پېل کړي دي نو طالبانو د افغانستان د ۴۲۳ ولسواليو دريمه برخه نيولې او د افغان حکومت د ممکنه سقوط په اړه یې اندېښنې موندلې دي. دې حالاتو د جولای... Читать дальше...
د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت یو شمېر محدودیتونه اعلان کړي دي.
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د پهلوانۍ (یا ملاکړې) سیالۍ روانې دي چې ورته د سیند د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د شانګلې یو پهلوان غلام حسین هم ورغلی دی. نوموړی یوازینی پښتون دی چې په ټول سیند کې د پهلوانۍ ښه لوبغاړی بلل کېږي. حسین د پهلوانۍ لپاره د سیند مختلفو سیمو ته ځي. په سیند او پنجاب کې خلک پهلواني د خپل تاریخ او کلتور برخه ګڼي او هر کال په بېلا بېلو سیمو کې د پهلوانۍ د سیالیو تابیا کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي وايي، د دې پوښتنې ځواب د هغو سیمو له حالاتو لګېدای شي چې طالبانو تازه تر خپل واک لاندې راوستلې دي.