د پاکستان پوځ د دې هېواد د داخلي او خارجه امنيت په اړه د پارلېمان ملي امنيت کمېټۍ غونډې ته معلومات ورکوي. د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر دا غونډه له هغه وروسته رابللې چې کله د حزب اختلاف پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې د وينا پرمهال د افغانستان پر حالاتو د معلوماتو د ورکړې غوښتنه وکړه. د قامي اسمبلۍ پر ويب پاڼې چې د ملي امنيت کمېټۍ د غړیو په اړه معلومات ورکړل شوي د هغې له مخې د دې شمېر ۲۹ دی چې پکې د حزب اختلاف مشر شهباز شريف، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ترڅنګ په سېنټ کې د حزب اختلاف مشر هم شامل دي. Читать дальше...
سږ کال د جون پر ۱۰مه نېټه په سعودې عربستان مکه کې د افغانستان، پاکستان او سعودي عرب ديني عالمانو په حضوري او آنلاین کنفرانس کې د افغان سولې له بهیره د ملاتړ او په دې برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه.
د خیبر لسګونه سیاسي او مدني فعالانو د انتظامي او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته احتجاجي ناسته پای ته رسولې او افغانستان ته تلونکی سړک یې خلاص کړی دی. دوی د جون پر ۳۰مه تر هغې یوه ورځ وروسته تورخم ته تلونکې لار وتړله چې د لواړګي په تاتره کلي کې د راکټ مرمۍ چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ پینځه غړي ووژل او پینځه یې ژوبل کړل. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د مشال مرکه کې مو د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی ۱۲ کاله په سېنېټ کې د قبايلي ضلعې اساذيتوب کړي. صالح شاه وايي، د قبايلي ضلعې په خیبرپښتونخوا صوبه کې د شاملولو پريکړه په بیړه شوي چې له وجې يې ولس ستونزه سره مخامخ دي. د ده په خبره که چېرې حکومت وغواړي نو په قبايلي ضلعو کې امن پر ځای کېدای شي. د نوموړي سياسي ژوند په اړه تفصيل په مشال مرکه کې اورو چې کوربه يې ګل اياز دی.
په دې اړه حکومتي خبرپاڼه وايي چې د جون پر ۱۸مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې له حزب اختلاف سره د پولیسو په نښته کې یې داسې شواهد نه دي موندلي چې د اپوزیشن غړي دې پکې ښکېل وي نو ځکه خپله کښلې مقدمه بیرته اخلي.
د برتانيا پخوانۍ شهزادګۍ ډيانا چې په ټرافيکې پېښه کې مړه شوې وه، نن د جولای پر لومړۍ نېټه یې په هېواد کې د زوکړې ورځ لمانځل کيږي او په یاد کې به د هغې يوه مجسمه هم په ډاګه کړل شي. د دې شهزادګۍ په ژوند اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو پېژندلی ولسي سندرغاړی کفايت شاه باچا دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د زیدې کلي دی. باچا وايي، د ولسي سندرو ترڅنګ يې کله نا کله غزلونه هم ويلي دي. د ده په خبره، د کورنۍ شخصي دښمنۍ يې پر هنر سيوری غوړولی دی او نه شي کولای په خلاص مټ موسيقي وکړي. د باچا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ده له اپوزیشنه وغوښتل چې د هېواد د ولسواکۍ لپاره دې ورسره خبرې وکړي.
د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او لسګونه ولسوالۍ یې نېولي دي.