له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیر پیلېدو سره سم، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ملي اردو بېرته اخیستې دي. خو له دې سره سره په رسنیو کې تبلیغاتي جګړه هم روانه ده. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د تبليغاتي جګړې مختلف اړخونه څېړل شوي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان ته یې ويلي چې د دوی د وګړو او پروژو خوندېتوب په موثر ډول ترسره کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۴مه په بر کوهستان کې په یوه بس کې چاودنې لږ تر لږه ۹ چينايان او ۳ پاکستاني وګړي ووژل. دوی د داسو ډیم د برېښنا جوړونې پر پروژې کار کاوه. پاکستاني چارواکو ويلي چې د چينايي وګړو حفاظت ته یې پام دی او د پېښې پلټنې کوي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو دا راپور جوړ کړی دی.
فغان حکومت د شکور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. البته د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د هېڅ ډلې پلوي نه کوي او خپله خاوره د افغانستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د قبایلي ضلعې خیبر سبیل خان په ژورنالېزم (صحافت) کې ماسټري کړې. دی وايي، خبریالي یې خوښه ده خو پر تعلیم سربېره یې دنده ترلاسه نه کړای شوه. نوموړی اوس په پېښور کې رکشه چلوي خو وايي، کله چې وخت پیدا کړي نو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو پر مسلو خبرونه هم خپروي. ویډیويي رپورټ.