پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځل بیا په بلوچستان کې د ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې. د ګوند مشرانود جولای پر ۲۵مه په پښین کې د جلسې پر وخت وویل، په جون کې د کاکړ مړینه طبعي نه وه بلکې وژل شوی. خو هغه مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ویلي ول چې کاکړ په طبعي مرګ ومړ. هلته د بلوچستان های کورټ وار له مخه د کاکړ د ژوبلېدو او مړینې پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړ کړی. Читать дальше...
د افغان حکومت له خوا دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې ویل کېږي طالبانو د افغانستان لسګونه ولسوالۍ او له حکومتي ځواکونو څخه پر پوله د تګ راتګ مهم ځایونه نیولي دي.
د وبا د څار او پر وړاندې یې د مبارزې ملي ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا سي اېن او سي) د جولای پر ۲۴مه ویلي چې خلک باید د روانې میاشت تر پای پورې واکسین وکړي او سرټېفېکېټ یا د واکسینو تصدیقنامه ترلاسه کړي.
د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي او د هغه پاکستاني سيال شاه محمود قریشي د جولای پر ۲۴مه پر دې موضوعاتو په چینګدو کې د ملاقات پر مهال غږېدلي دي.