د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې طالبان د ترکيې له لورې د کابل هوايي ډګر مدیریت په تړاو انديښنه لري خو انقره به له دې ډلې سره خبرې وکړي او طالبان ''بايد له ترکيې سره په راحتۍ مذاکره'' وکړي. اردوغان دا خبرې د جولای پر ۲۰مه شمالي قبرس ته د سفر پر مهال وکړې. د ترکيې ولسمشر همداراز وويل که چيرې امریکا ترې مالي، لوژیستیکي او سياسي ملاتړ وکړي هيواد به يې د کابل هوايي ډګر مدیریت په اړه فکر وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
ګورايا د خپلې خوښې په جلاوطنۍ کې په نیدرلېنډز کې ژوند کوي. هغه پر مذهبي سختدریځو او پاکستاني پوڅ د تنقيد لپاره مشهوره دی.
د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي خبري غونډې ته وویل چې پاکستان دا ټول ثبوتونه له افغان حکومت او اړونده ادارو سره شریکولو ته تیار دی.
د وزیراعظم له دفتره پر ټويټر پاڼه په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په دې ملاقات کې د افغانستان پر اوسني صورتحال او د سولې د عمل پر ګړندي کولو خبرې شوې دي.
ولسمشر اشرف غني د طالبانو د پنځه زره زندانیانو خوشې کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل چې د دې تېروتنې ذمه وار بهرنیان او هغه کسان دي چې ویل یې حکومت د سولې اراده نه لري.
شیخ صغیر محمد صدیقي په کراچۍ کې د ګاډو د مینځلو او پاکولو مرکز یا سروېس سټېشن لري خو د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ څاروي مینځي. دی وايي، د دې کار موخه یې پیسې ګټل نه بلکې ثواب دی نو ځکه یوازې په ۱۰۰ روپۍ یو څاروی مینځي. نور په ویډیويي رپورټ کې.