په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو له يوې ناحکومتي ادارې (عورت فاونډيشن) سره کارکوونکي عاصم ملک د جولای پر ۲۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د ولسمشر لخوا د اييني ترميمي بل لاسليکول يو ښه ګام وباله.
د امریکا ۲۵ رسنیو، د خبریالانو او بیان ازادۍ د دفاع سازمانونو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ له ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن څخه په یو لیک کې غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي رسنیو افغان کار کوونکو ته د کډوالۍ د ویزو د ورکړې زمینه برابره کړي.
د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (رادیو فردا) د جولای پر ۲۱مه په یوه رپورټ کې ویلي چې د هوا له تودېدو سره د ایران په ډېرو سیمو کې په دوامدار ډول د برېښنايي پارچاو له وجې احتجاجونه پيل شوي دي خو په خوزستان کې مظاهرې پراخې او پرله پسې دي.
مېلي د جولای پر ۲۱مه په واشنګټن کې وویل، داسې ښکاري چې طالبان غواړي په ټول افغانستان کې پراخې حملې وکړي، خو بریالي به نه شي.
په پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي پېښو د زياتوالي له وجې ميندې او پلرونه د خپلو بچو لپاره انديښمن دي. ظفر خان د وزيرستان اوسېدونکی دی او غواړي چې لور يې د تکوانډو له لارې د ځان ساتنې زده کړي وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.