د کمېشن اېډیشنل ډایرېکټر جنرل جاوېد اقبال خټک د جولای پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې د ملک نورو صوبو تر څنګ د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې هم د ښځینه ووټرانو د اندراج شرح ۱۰ فیصده کمه شوې
په پېښور کې د مرمرو د کارخانو مالکانو او کارکوونکو د بجلۍ لوډشېډېنګ (پارچاو) ضد مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۲مه د مظاهرو پر وخت مشال راډیو ته وویل، د برېښنا د تولید او وېش له ادارو د کارخانو لپاره د بجلۍ د جلا نظام غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده پوره شوې. د پاکستان د اوبو او انرژۍ اداره (واپډا) وايي، د ګرمۍ له وجې د برېښنا زیات استعمال له وجې د بجلۍ د شاوخوا ۸،۰۰۰ مېګاواټه کمی پیدا شوی چې ژر به یې پوره کړي. ویډیويي رپورټ.
د اېن سي او سي په وینا، دا د مې له ۳۰مې راهیسې لومړی ځل دی چې په هېواد کې د کورونا وایرس د معاینو د مثبتېدو شرح دومره زیاتېږي.
محمود خان اڅکزي د جولای پر ۱۱مه د بلوچستان په شېراني سیمه کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، په پاکستان کې پښتانه له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.