ولسمشر اشرف غني د تاشکند غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان د جدي مذاکراتو لپاره د طالبانو د حاضرولو لپاره خپل نفوذ نه کاروي خو وزیراعظم عمران خان وویل، اسلام اباد په دې برخه کې تر ټولو زیاتې هڅې کړې دي.
په سپین بولدک کې د جولای پر ۱۶مه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې افغان چارواکي تور پورې کوی چې پاکستان د پولې له پورې غاړې څخه د طالبانو ملاتړ کوي.
د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح د جولای پر ۱۵مه ویلي ول چې د پاکستان هوايي ځواک او پوځ د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیولو د هڅې په تړاو "افغان ملي اردو او هوايي ځواک ته رسمي خبرداری" ورکړی.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۱مه نېټه لوی اختر دی او د هغه هېواد په مختلفو سيمو کې د قربانۍ څارويو رانيولو لپاره منډیانې لګېدلي دي. خو په کراچۍ کې داسې نجلۍ هم شته چې د انټرنېټ د لارې څاروي پلوري. په دې اړه د اسوشیېټېډ پرېس ويډيويي راپور وګورئ.
قبله ایاز وویل، په وروستیو کې له دوی سره په شورا کې ښځې هم وې چې اوس رېټایرډ شوي او یا یې د دندو موده پای ته رسېدلې. "د پاکستان په ایین کې دا خبره شوې چې باید په ۲۰ کسیزه کونسل کې