د جولای پر ۱۸مه په مکه مکرمه کې د حج مناسک پیل شول. د سعودي عرب حکومت سږ کال یوازې ۶۰،۰۰۰ خلکو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړې او د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې یې د تېر کال په څېر دا ځل هم حج محدود کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د رویټرز خبري اژانس خبریال دانش صدیقي مړی له کندهاره کابل ته ولیږدول شو. هغه د جولای په ۱۶مه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سپين بولدک کې د جګړې پر مهال وژل شوی وو. صديقي د هند وګړی دی او د جګړې په اړه د راپور ورکولو لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو سره مل وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه په پاکستان کې د افغان ډیپلوماتانو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.
د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا وایي، د بین الافغاني خبرو لس میاشتې پر ضمني مسایلو ضایع شوې او اوس بنسټیزو بحثونو ته اړتیا ده. د دې شورا ویاند فریدون خوځون له دوحې مشال راډیو ته وویل چې د دولت او طالبانو جرګه شوي لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پرېکړو ته ورسیږي. خوځون وویل، د استازو ۱۴ کسیزه کمېټه څو بنسټیزې مسلې څیړي او هڅه کوي چې هوکړه پرې وکړي. ده وویل، "له منځګړي نه نیولې، تر اوربند او سیاسي مشارکت پورې دا هغه موضوعات دي چې اساسي بحثونو کې شامل دي. موږ باید په ښکاره او واضح ډول پردې موضوعاتو... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اصغر اقبال دی. نوموړی وايي، پلرنی ټاټوبی يې کورمه دی خو دی په پېښور کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د اقبال په خبره، خپل سندرغاړي پلار ته په کتو یې موسیقۍ زده کړه او سندرغاړی شو. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۱مه لوی اختر لمانځل کېږي. د هغه هېواد په تر ټولو زیات نفوس لرونکي ښار کراچۍ کې یو کس د څلور پوړیزه کور پر بام څاروي ساتلي ول چې د قربانۍ لپاره یې ښکته کړي دي. د رویټرز اژانس ویډيويي رپورټ.