د کمې تنخا لرونکي خبریالان وايي، حکومت چې د جرنلسټس وېلفېیر فنډ په نامه دې سکیم له مخې د مرستو لپاره څومره پیسې او د دې پیسو ترلاسه کولو کوم معیار ټاکلی دی هغه مناسب نه دی. د دوی په وینا، په ملک کې د اوسنۍ ګرانۍ په مقابل کې دا مرستې ډېرې کمې دي.
د جولای پر ۲۶مه د یوناما په رپورټ کې راغلي چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه په افغانستان کې ۱،۶۵۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۳،۵۵۴ ټپیان دي.
پر چمن وره سوداګري د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته بنده شوه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه مهال د چمن ور د خلکو پر مخ هم تړل شوی وو خو بیا د پاکستان چارواکو پرانیست.
په ترکیه کې په تېرو دوه اوونیو کې ١٦٠٠ ناقانونه افغان پناه غوښتونکي کې نیول شوي. دا افغانان چې د ایران له لارې ترکیې ته تللي غواړي د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ولاړ شي. دوی وايي، په افغانسان کې د تاوتریخوالي، بې وزلۍ او بېکارۍ زیاتېدو هېواد پرېښودو ته اړ کړل. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په احتجاج کې د پاکستان له رياسته غوښتنه وشوه چې د هېواد د وګړو، په تېره د ښځو او لږکيو د ژوند او حقونو د خونديتوب خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.