پاکستان وايي، د سفارتونو، سفارتکارو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب ورته مهم دی او د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو تر شا لاس لرونکي کسان به زر د قانوني کارروایۍ سره مخ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د ورارت لخوا د جولای پر ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، د جولای پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت لخوا ورته خبر ورکړل شو چې د افغان سفیر لور په داسې حال کې تښتول شوې چې په کرايي ګاډي کې یې سفر کولو. په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، د دې خبر د ترلاسه کولو وروسته د اسلام اباد پولیسو فورا د لټون عملیات پیل کړل.
دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستانه رضیه محسود مېلمنه ده. نوموړې په سیمه کې یوازینۍ ښځینه خبریاله ده. هغه له ټي اېن اېن راډیو، انډیپنډنټ اردو او ډان ورځپاڼو سره هم کار کوي. رضیه پر فیسبوک او یوټیوب چینلونو خپلې پاڼې هم لري او په ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي. هغه د دې تر څنګ یوه ټولنیزه فعاله هم ده او د خلکو د خېر ښېګړې لپاره هم کارونه کوي. نوموړې ته په ۲۰۲۱ کال کې د فخر وزیرستان او پاکستان انټرنېشنل هیومن رایټس ایوارډونه هم ورکړل شوي دي. د رضیه محسود د ژوند او کار په اړه خبرې په خپرونه کې واورئ.
دغه چارواکي مشال راډیو ته وویل، غونډه د پاکستاني سرحدي افسرانو او افغان طالبانو ترمنځ وشوه چې پکې دواړو خواوو د لارې د پرانېستو په اړه همغږي وښوده. یاد چارواکي دا تایید نه کړه چې د جولای پر ۱۸مه نېټه به لاره پراېستې وي او کنه؟
په سپین بولدک کې د جګړې له وجې پاکستان څو وارې د دوستۍ دروازه تړلې او پرانېستې ده. د جولای د ۱۷مې له سهاره د تګ راتګ لپاره دا لاره پرانېستل شوې خو تجارت لپاره لا هم بنده ده. یو پاکستاني چارواکي مشال ته وویل، هغوی څه نه شي ویلی چې د جولای پر۱۸مه به لاره پرانېستې وې کنه؟ د جولای پر ۱۷مه د لارې د پرانېستو نه وړاندې یو شمېر کسان چې دواړو غاړو ته بند پاتې وو، د لارې د پرانېستو غوښتنه یې کوله. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: فرانس پریس اژانس اېډېټ: ملیحه امیرزاده
جرمني د اروپا په هغو څلورو هېوادونو کې شامل دی چې د دې اوونۍ په پیل کې د درنو ورښتونو وروسته سیلابونو په کې ویجاړۍ رامنځته کړي.
چارواکو د ازادې اروپا راډیو د دوو خبریالانو د کورونو تلاشۍ اخیستې او هغوی یې بندي کړي دي.
په کراچۍ کې کاروباریانو د قربانۍ د اوښانو منډیۍ ته څه د پاسه ۴،۰۰۰ اوښان وروړي دي. کاروباریان د اوښانو د خرڅلاو لپاره د هغوی پر څرمنو ګلکاري کوي او ورباندې نکریزې هم لګوي خو وايي، د ګرانۍ له وجې یې خلک نه اخلي. په هغه ښار کې ځینې خلک یوازې د اوښانو قرباني کوي. ویډیويي رپورټ.