د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد وروستۍ څرګندونې له وخته مخکې او غير مسلکي دي.
عدالت په کراچۍ کې پوليسو ته حکم کړی چې په زندان کې قېد، د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير طبي معاينه دې وکړي. د کراچۍ ترهګرۍ ضد يو عدالت د جولای په ۱۷مه کړې حکم کې ويلي چې د جېل سپرډنټ دې د دې طبي معايناتو راپور د جولای تر ۲۰مې پورې جج ته وړاندې کړي. د علي وزير وکيل ايډوکېټ قادر خان د جولای په ۱۸مه مشال ريډېو ته وويل چې موکل یې د ملا پر درد سربېره د پښتورګو ناروغي هم لري او زيات تکليف له وجې سم نه شې ګرځېدلی. قادر خان زیاته کړه: ((علي وزیر دومره په تکليف دی چې په عدالت کې د مقدمې اورېدنې په وخت ودرېدلی نه شو. Читать дальше...
د اسټرالیا، کاناډا، چېک جمهوریت، ډېنمارک، اروپايي ټولنې، فېنلینډ، فرانسې، جرمني، اېټالیې، جاپان، جنوبي کوریا، هالینډ، هسپانیې، سویډن، برتانیې او امریکا ډېپلوماټیکو ماموریتونو او د ناټو اېتلاف لوړپوړي ملکي استازي دفتر په بیان کې
د پاکستان د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې د سپرلو د يو بس او ټرک جنګيدو په پېښه کې ۲۸ کسان مړه شوي دي. پاکستاني رسنيو د چارواکو له خولې ويلي چې د جولای په ۱۹مه شوې دغه پېښه کې ۴۰ کسان ژوبل شوي هم دي. پولیس وايي چې بس د سيالکوټ نه راجن پور ته روان وو چې د ډېره غازي خان په جوک يار شاه سيمه کې د ټرک سره وجنګيدو. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کال کې هم په ډېره غازي خان کې د ورته ټکرونو له امله په ترتیب سره ۴۱ او ۲۳ کسان وژل شوي وو. په بس کې سپاره زیاتره کسان هغه مزدوران وو چې د لوی اختر د لمانځلو لپاره له خپلو کار ځايونو څخه کورونو ته روان وو. Читать дальше...
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت لخوا له اسلام اباده د خپل سفیر او مشرانو ديپلوماتانو د ورغوښتو په اړه ويلي چې کابل دې پر دې فېصله له سره غور وکړي. د بهرنیو چارو وزارت وياند زاهد حفیظ چوهدري د جولای په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د افغان سفیر نجيب الله علیخېل د لور د راپور شوې تښتونې تحقیقات په لوړه کچه روان دي او په دې اړه ښاغلي عليخېل ته هم معلومات ورکړل شوي دي. وزارت زیاته کړې چې په داسې کې د افغان ديپلوماتانو وتل خفه کوونکې ده. د جولای په ۱۶مه په اسلام اباد کې د افغان سفیر... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د بټګرام محمد نظیر د اسلام اباد په لارو او کوڅو کې ګرځي او چړې او چاقوګان تېره کوي. نوموړی وايي، د لوی اختر په ورځو کې یې کار زیاتېږي. نظیر د چړو تېره کولو پخوانی مشین کاروي او وايي، د دې مشین ګرځول ورته اسانه دي. ویډیو وګورئ.