د خیبر پښتونخوا د ریاستونو (ډایرېکټرېټ) افسرانو د جولای پر ۲۹مه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، حکومت دې د سېکرېټرېټ د افسرانو په څېر د دوی د تنخاګانې او مراعات هم زیات کړي. دوی همداراز وايي چې حکومت دې د دوی او د سېکرېټرېټ د افسرانو په تنخاګانو کې توپیر هم ختم کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د افسرانو د احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د تنخاګانو او مراعاتو د مسلې هواري لپاره یې یوه کمېټي جوړه کړې چې د افسرانو له استازو سره مذاکرات کوي. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې ټرانسپورټران د چمن او سپین بولدک د لارې بیا پرانیستو خوشاله کړي دي. پاکستان دا لار د جولای پر ۱۴مه تر هغې وروسته د سوداګرۍ پر مخ وتړله چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده. د پاکستان حکومت د جولای پر ۲۶مه د چمن ور بیا پرانیست. ډرېوران وايي، په افغانستان کې ناامنیو اندېښمن کړي او وېرېږي خو هلته له مال وړلو پرته بله چاره نه لري. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي سندرغاړي ايوب استاد د ژوند او هنر ته ځانګړې کړې. نوموړی د جولای پر ۲۷مه تر اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر کې ومړ او مړی يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو. په خپرونه کې د جلال اباد د هنرمندانو د ټولنې د مشر کمين ګل، د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي او د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن د يوه مشر افسر غني مدقق د تاثراتو ترڅنګ د ايوب استاد مشهورې سندرې هم اورېدای شئ.
دا په داسې حال کې ده چې امریکې د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.
د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې تېره شپه سېلاو د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.
د افغانستان په مېډیکل کالجونو کې د پاکستان شااوخوا ۵۰۰ زده کوونکيو چې د کورونا وبا بندیزونو یې خپلو درسونو ته د بیرته ورتګ مخه نیولې، پر خپل سرکار غږ کړی چې دوی ته دې د تورخم لار د تلو لپاره وازه شي. له مشال رېډيو سره په خبرو کې د دوی وینا وه چې تر روزې وړاندې خپلو کورونو ته ورغلي خو اوس یې خپلو زده کړو ته د ستنېدو مخه په داسې حال کې نیول شوې چې راروانه اګست میاست یې کلني امتحانونه دي. د شاهنواز تره کزي راپور
د بلوچستان په سرکاري هسپتالونو کي ځوان ډاکټرانو کاربندیز پیل کړی او غوښتنه کوي چې پروسږ کال په لنډمهالې توګه لګېدلي نرسان دې پاخه کړل شي خو حکومت یې کاربندیز ناقانونه بولي او وايي له دې څخه ناروغانو ته ستونزې جوړېږي. د ایوب ترین راپور
د مشال راډیويي مجلې ګرانو اورېدونکو! دا ګڼه مو د بالیووډ د وتلي فلمي ستوري دلیپ کمار ژوند او کار ته ځانګړې کړې ده. موږ له پښتنو فلمي ستورو اصف خان، امان خان او ببرک اکبري سره د هغه د ژوند پاڼې اړولي او هڅه مو کړې چې د یوسف خان یا دلیپ کمار د ژوند په اړه لا زیات معلومات درکړو.
د هند په هماچل پردیش ریاست کې د غره ښوېدو په یوه پېښه کې په کورونو، ګاډو او یو پل د لویو ډبرو ورختو لوجې نهه کسان مړه شوي دي. سږکال د پشکال بارانونو او سېلابونو د دغه هېواد په لوېدیځو ریاستونو کې لږ تر لږه ۱۵۹ کسان مړه کړي او په لسګونو زره یې بې کوره کړي دي چې د مرستو لپاره یې د حکومتي او غیر حکومتي ادارو هلې ځلې دوام لري. په هند کې د وروستیو بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو د پېښو په اړه تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.ویډیو: اې ایف پي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې اندېښنې لپاره پېکنګ د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسیز پلاوي ته د جولای پر ۲۸مه بلنه ورکړې وه.
په صوابۍ کې لا هم خلک د څارويو له څرمنو کټونه جوړوي خو د خيبر پښتونخوا په زياتره برخو کې دغه دود اوس ختم شوی دی.د صوابۍ زريداد خان کاکا وايي چې څو لسيزې وړاندې په هر کلي کې د څرمنې کټونو استادان وو خو اوس په ټوله سيمه کې د ګوتو په شمېر استادان پاتې دي.نوموړی وايي، لومړی به یې يوازې خپل کلي کې کار کاوو خو اوس کټونو جوړولو لپاره لېرې لېرې کلیو ته ځي او له دوه څخه تر درې زرو روپو پورې د يو کټ مزدوري اخلي. زريداد خان د صوابۍ پرمولو کلي ته د يو کټ جوړولو لپاره ورغلی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.