په پېښور کې د ډاکټرانو پر احتجاجي مظاهره د پولیسو په تشدد کې ۱۸ ډاکټران زخمي شوي دي. مظاهره کوونکو ډاکټرانو نن مشال ریډيو ته وویل پولیسو د دوی شا او خوا ۳۰ ملګري نیولي هم دي. پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. حکومت وايي، د کومو قوانینو او اصلاحاتو پرضد چې ډاکټران احتجاج کوي هغه د دې لپاره دي چې د روغتونونو په نظام کې سمون راوستل شي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان الیکشن ټریبونل د سپټمبر پر ۲۷مه د بلوچستان هاي کورټ په ودانۍ کې د قومي اسمبلۍپر ۲۶۵ مه حلقه خپله فیصله واوروله او د قومي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري یې نااهل وګرځاوئ.
په طب او انجینرنګ پوهنتونونو کې د قبایلي ضلعو د زده کوونکو د داخلو د ستونزې په اړه د قبایلي ځوانانو احتجاج دوام لري. دوی وايي، ځوانان په پوخنتونونو کې د داخلو بې برخي پاتي شوي دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشال راډیو په ځوانانو غږ خپرونه کې افغان ځوانانو وويل، انتخابات د دوی برخليک ټاکي او بايد ټول خپله رايه ورکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالم زیب مسود له بنده تر خوشي کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې په هر صورت به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. د پاکستان حکومت هغه څه باندې اته میاشتې په دې تور په بند کې اچولی وو چې د دوی په وینا ، د ریاستي ادارو پرضد یې ناوړه خبرې کړې وې. خو عالم زیب مسود وايي یوازې یې د پښتنو د حق خبره کړې وه او بیا به یې هم کوي. د مشال راډیو بوریوال کاکړ ورسره د ګل ایاز په تخنیکي مرسته مرکه کړې ده.
په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي. د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د مير پور ضلعې په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون کې دا وخت ۸۳ ژوبل کسان داخل دي چې علاج يې روان دی. په ژوبلو کسانو کې د صوابۍ له امبار سيمې سره تعلق لرونکي د يوې کورنۍ څلور غړي هم شامل دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د اګست پر پېنځمه د کشمیر د ځانګړي اییني حیثیت تر ختمولو وروسته نوي دلي په سیمه کې د خلکو پر ازاده تګ راتګ بندیز لګولی، انټرنېټي او ټېلېفوني شبکې