د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولسي تگ راتگ او د تجارتي توکیو د لېږد لپاره به د تورخم دروازه اوس ٢۴ گنټې پرانیستې وي.
په پاکستان کې په تېره بيا په کليوالو سيمو کې پر حېض خبرې کول لويه بدنامي ګڼل کېږي. نجونه د حېض لپاره زاړه رختونه استعمالوي چې له کبله يې د ډاکټرانو په وينا ناروغۍ رامنځ ته کېږي. خيره ادارې وايي چې په دې هېواد کې په پنځو کې نږدې يوه ښځه د حېض پر وخت صفا پېډ کاروي.
فرخ سلیم د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د لنډ وخت لپاره په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو بدلېدل لوی اثر نه لري، خو د خلیج سیمې امنیتي حالات به
په جلال اباد ښار کې د شناختي کارډونو (الکترونیکي تذکرو) پر یوه مرکز له ځانمرګي بریده د لسو کسانو د ژوبلېدو راپورونه دي.
کانفرنس افغان ملي غورځنګ جوړ کړی دی چې د پاکستان له غاړې پکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د یوه مشر سېنېټر عثمان کاکړ په ګډون يوشمېر فعالان ګډون کوي.
امریکا پر ایران تور پورې کوي چې په سعودي عرب کې د تېلو پاکولو پر مرکزونو د تېرې اونۍ ډرون بریدونو تر شا لاس لري، خو تهران دا تورونه ردوي. د یادو بریدونو ذمه واري په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو منلې ده. د مسلې په سیمه کې تناو سېوا کړی او په نتیجه کې یې د تېلو نرخونه هم لوړ شوي دي. په دې اړه تفصیل د امریکا غږ دغه ویډیو کې وګورئ. ایډیټ: منور شاه
د هند بهرنیو چارو وزیر دعوه کړې وه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر د هند برخه ده او هیله یې وښوده چې نوی دلی به یې یوه ورځ ونیسي.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن ويلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد د روانې کارروايۍ پر وخت بايد رياست د قانون واکمني په پام کې وساتي.