امريکا ويلي، د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی په عملياتو کې وژل شوی دی. سپينې ماڼۍ د سېپټمبر ۱۴ مې په بيان کې ويلي چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان ترمنځ سيمو کې په پوځي عملياتو کې په نښه شوی وو.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د حکومت پر هغه اعلان نيوکې کړې چې په درغليو کې د ککړو کسانو لپاره د جيل د اې کلاس سهولت ختمولو په اړه یې کړی دی.
دا اوونۍ له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ د نویو منتخب شویو دوو غړو اجمل خان او سراج الدین خان سره غږېدلي یو.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، دوی اوس تاییدولی شي چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله په پرتو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوی دی.
په کابل کې یوې ښځې په ۶۳ کلنۍ کې د لیک لوست زده کړې ته مخه کړې. چارواکي وايي، په افغانستان کې له ۴۵ کلنۍ پورته ۶۰ فیصده خلک بې سواده دي چې لپاره یې له ۵،۰۰۰ زیات مرکزونه جوړ شوي. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیو.
د خوست اوسیدونکي له افغان حکومت غواړي، چې د ادممد تفریحي سیمه په یو ملي پارک بدله کړي. دا د خوست د تڼیو ولسوالیو اړوند شمالي وزیرستان سره په پوله پرته لوړه، سړه، ځنګلیزه او طبعي سیمه ده، چې د ګرمۍ په موسم کې خلک د تفریح او ساعتیری لپاره ورځي. بل لوري ته د خوست چارواکي چې د یادې سیمې لیدلو ته ورغلي ول، د خلکو غوښتنه پر ځای وبلله او ويې ویل، چې پدې ځای کې د ملي پارک د جوړیدو طرحه او پلان به د منظورۍ لپاره مرکزي حکومت ته وړاندې کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په ویډیويي راپور کې.
د جمیعت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل رحمان د سېپټمبر پر ۱۴مه په ملتان کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، مخکې تر دې چې دوی
افغان لوبډلې په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې ۱۹۷ رنز جوړ کړل چې په ځواب کې زېمبابوې د اووه لوبغاړو په زيان ۱۶۹ منډې جوړې کړې.