د روزګان ولایت اوسېدونکي محمد قاسم درې ورځې وړاندې اووه کلنه لور د زړه د ناروغۍ له امله له لاسه ورکړه. اوس یې درې کلنه لور هم له ورته ناروغي کړېږي او د درملنې اقتصادي توان یې نه لري. شریف الله شرافت د محمد قاسم د کورنۍ د ژوند تریخ وضعیت په اړه دا راپور برابر کړی.
په کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي. د وسله والو په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سوداګرانو او ټرانسپورټرانو اتحادیو پر لویو لارو او بندرونو له مال وړونکو ګاډو څخه د باج او رشوت اخیستو پر وړاندې د وزیراعظم عمران خان د اقدام هرکلی
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره د پاکستان دغې بدلېدونکې سياسي منظرنامه ته کتنه کوو.
نهو پخوانيو امریکايي سفیرانو خبرداری ورکړی دی که امریکا د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ تر یوه "ریښتوني"جوړجاړي مخکې له افغانستانه خپل سرتېري واېستل نو دا هېواد به یوې "بشپړې کورنۍ جګړې" ته ولوېږي.
د سوات مڼو يو وخت ډېر شهرت درلود او هرکال به په زرګونه ټنه د پاکستان ګوټ ګوټ ته وړل کېدلې خو کروندګر وايي چې اوس يې فصل مخ په ختېمدو دی. دوی اوس د مڼو ونې پرې کوي او پرځای یې شفتالان کري.
د سیاسي چارو کتونکی قریش خټک وايي، په پاکستان کې د حکومت جوړولو یا نسکورلو کار د عوامو او یا سیاسي ګوندونو له وسه بهر دی. د پوځ چې کوم حکومت خوښ وي هغه به قایم وي او چې کوم یې نه وي خوښ هغه به ختمېږي
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون څلور مشکوک وسله وال وژل شوي او دوو یې خپلځانونه په باروتو الوزلي دي.
د خېبرپښتونخوا ملاکنډ اوسېدونکې الماس خانم انځورګره، مجسمه سازه او شاعره ده. ددې ځانګړتيا دا ده چې په غلبېلونو د هغو شخصياتو انځورونه اوبدي چې ددې په وينا د ټولنې لپاره يې مثبت کارونه کړي دي. هغې پر غلبېل د باچان خان، سياستوالې بېنظير بوټو، سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ، د هغې د پلار ضياوالدين يوسفزي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتين انځورونه هم اوبدلي دي. له الماس خانم او د هغې پلار دوست محمد طالب جان سره د مشال راډيو خبريال ځلاند یوسفزي ويډيويي مرکه کړې ده.