همدا اوس د تير زیارت په ورځ د پنجاب صوبې د چيچه وطني يو کس محمد عمران ته د سعودي عرب د جدې ښار په شميسي زندان کې د مرګ سزا ورکړل شوې وه.
په خوست کې د ټاکنو دفتر مسولین وايي، چې یاد کسان به د دې ولایت د رای اچونې په ۱۸۶ مرکزونو کې چې ۸۳۵ د رای اچونې محلونه لري، په دندو وګمارل شي.
د اګست په پنځمه هند د خپل تر انتظام لاندې کشمير ځانګړې اييني حيثيت ختمولو وروستو د ياد ملک او پاکستان ترمينځه حالات يو وارې بيا ترينګلي شوي دي.
مسلم لیګ ن ګوند تور پورې کوي چې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت د پولیو رنځ په ختمولو کې ناکامه شوی او د ناسمو پالیسیو په وجه يې ورځ په ورځ د دې ناروغۍ کیسونه سېوا کېږي.
په کراچۍ ښار کې د پشکال بارانونو له وجې ډنډونه جوړ دي. د ښاروالۍ نظام ګډ وډ دی چې له وجې يې وګړې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. ويډيو : فرانس پريس اژانس
په پېښور کي د افغان مارکیټ دکانداران وايي، له ډېرې مودې راهیسې دوی د خپلو دکانونو کرایه د افغان ملي بېنک په کاته (اکاونټ) کې اچوي خو اوس د دوی په وینا یوه، یوه قبضه مافیا راپیدا شوې او له دوی څخه په زوره د دکانونو کرایه غواړي. بلخوا د پاکستان ستري محکمې (سپریم کورټ) د پېښور په څانګه کې د دې مارکیټ د ملکیت په اړه یوه قضیه هم روانه ده او په پېښور کي د افغانستان کونسلګرۍ چارواکي وايي چې په پېښور کي دا مارکیټ د افغانستان ملکیت دی. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیو راپور کې.
په افغانستان کې د سېپټمبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي. په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو رژيم نسکورلو پس په لومړي وار په ۲۰۰۴ز کال کې ولسمشريزه ټاکنې شوې وې. بيا په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ز کال کې صدراتې ټاکنې ترسره شوې. ويډيو : فرانس پريس اژانس
د پاکستان پپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مشران وايي، دوی به تحریک انصاف دې ته نه پرېږدي چې د کراچۍ انتظامي چارې وفاقي حکومت ته وسپاري.
دا خبرې د متحده مجلس عمل پارلیماني مشر مولانا اسد محمود د پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن د مشرانو سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې کړې دي.