د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې، له وزیرستانه د تښتول شوي ډاکټر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. دوی په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډه درلودله. ډاکټران وايي، په رڼا ورځ د ډاکټر نورحنان د تښتولو پېښې دوی ډېر اندېښمن کړي دي او که نوموړی زر تر زره خلاص نه کړل شو نو دوی به په ټوله صوبه کې کاربندېز وکړي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د تورخم په دروازه د ۲۴ساعته سوداګرۍ منصوبې رسمي پرانستې پس د خېبر درې پر لار افغانستان ته مال وړونکو ګاډو تګ راتګ پيل کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ ګورئ.
د سوات هغه هنرمندې ښځې چې ګلکاري کوي او کالي ګنډي وايي، له بازار سره د نابلدۍ له کبله یې د خپل زیار او خوارۍ ګټه دوی ته نه بلکې په دې کاروبار کې ښکېلو سوداګرو او کاروباریانو ته رسي. دا څرګندونې د ګلکارۍ هنرمندانو له مشال راډيو سره په یوه دوه ورځنۍ روزنیزه ناسته کې کولې چې هغوی ته یې له خپله هنرې د پوره ګټې پورته کولو په باب ورکول کېدلو. د مشال راډيو خبريال نياز احمدخان ويډېو
د ننګرهار د رسنیو دفتر د سېپټېمبر پر ۱۹مه وویل، دا برید نړیوالو ځواکونو د د سېپټېمبر ۱۸مې شپې ناوخته د داعش وسله والو پر ضد د ولسوالۍ په وزیرو تنګي
غونډې ته د خلیلزاد د حاضرېدو په اړه هېڅ تفصیل نه دی ورکړل شوی خو د جنوبي او مرکزي اسیا چارو لپاره د وزارت مرستیالې الېس وېلز خبرې د کانګرس