امريکا د افغان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد واشنګټن ته وربللی دی. دا خبره د سېپټمبر پر اتمه نېټه د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو اېن بي سي ټيليويژن ته وکړه.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سېپټېمبر پر اتمه نېټه پر خپله ويبپاڼه بيان خپور کړ چې پکې ادعا شوې، کشمير د نړۍ تر ټولو لوی زندان باندې بدل شوی دی
د سوات په مینګوره کې د ښوونځیو د نجونو ترمنځ بېلا بېلې سیالۍ شوې دي. دوی وايي، حکومت ته په کار دي چې د سیالیو لړۍ ته دوام ورکړي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د چارسدې د سردریاب د پله یوه برخه د ۲۰۱۷ز کال د سېپټېمبر پر اتمه نړېدلې وه چې لا هم نه دی جوړ شوی. پر متبادل پله تېرېدونکي ډرېوران وايي، هغه هم د پرېوتو له خطر سره مخامخ دی. حکومت وايي، ژر به د بیاودانۍ چارې پیل کړي. ویډیويي رپورټ.
د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا له طالبانو سره په کیمپ ډیویډ کې د لیدنې او د سولې د خبرو پر لغوه کېدو د فرانسې خبري اژانس لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې امريکا غوښتل له اسلامپالو سره يوه معامله وکړي.
د امريکايي ولسمشر له خوا د افغان سولې خبرو درولو اعلان د پاکستان ځينې سیاسي ګوندونه ناهيلې کړې دي.
دا اوونۍ له میرکلام او نصیرالله وزیر سره مو خبرې کړي دي چې په ترتیب سره د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي دي.
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د انورزيب سره غږېدلي یو چې به باجوړه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی دی.
پاکستان، افغانستان او چین پر سیاسي او مفاهتمي عمل، د سیمې د سولې او ثبات، پرمختیايي او امنیتي همکارۍ زیاتولو او د ترهګرۍ پر ضد په ګډو هڅو سلا شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په کیمپ ډېوېډ کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره جلا ملاقاتونه لغوه کړي او له طالبانو سره یې د سولې خبرې درولې دي. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
ولسمشر ټرمپ د سېپټېمبر اوومې پر مازیګر پر ټوېټر په بیان کې ویلي، په پام کې وه چې د سېپټېمبر پر اتمه په کیمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وویني.