د سروې تر مخه ۸۵ فیصده افغانان کړېږي او دا د نړۍ په کچه د خلکو د ناامېدۍ تر ټولو لویه شرحه ده.
د پاکستان انتخاباتو کميشن د تحريک انصاف هغه درخواست رد کړ چې مريم نواز دې د مسلم لیګ ن د مرستيالې مشرې له څوکۍ هیسته کړل شي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل او د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې چاودنو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي او شاخوا ۵۰ يې ټپيان کړي دي. د دواړو چاودنو مسوليت وسله والو طالبانو منلی دی.
پاکستاني چارواکي وايي، له هند سره د کشمیر پر سر پر ترینګلتیا سربېره به د هندي سیکانو لپاره د کرتارپور لاره پرانېزي. په کرتارپور کې د نومبر پر ۱۲مه د بابا ګورونانک د زېږون ۵۵۰مه کليزه لمانځل کېږي.
په کابل او پروان پروان ولایت کې نن سېشنبه د طالبانو دوو ځانمرګیو بریدونو ګڼو افغانانو ته مرګژوبله اړولې.