''د پښتون ګلوبل ډایسپورا'' په نوم سازمان هڅه کوي، چې د نړۍ بهرمېشتي پښتانه رایوځای کړي او له خپلې خاورې سره يې وتړي. د سازمان مشران وايي چې دوی به د پښتنو په اقتصادي، سیاسي او کلتوري موضوعاتو څېړنه کوي او د پښتنو د بشري حقونو مقدمه به نړۍ ته په یو ساینټیفیک انداز وړاندې کوي. د ''کرښې پر غاړه'' کې پر دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونېری
د امریکا ولسمر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو پر سر له طالبانو سره د پټ ملاقات لغوه کولو پرېکړې دفاع کړې ده. که څه هم ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ ختمه بللې خو د سیمې پر سیاسي چارو نظر لرونکي فکر کوي چې اوس هم د امن هیله شته. بوریوال کاکړ په دې اړه د امریکا غږ راډیو جوړ کړی رپوټ وړاندې کوي.
د جلسونو پر مهال د ناامنۍ پېښو مخنيوي لپاره په زياتره لويو ښارونو کې موبايل ټېليفونونه غېر فعاله کولو سره د موټرسايکل پر غبرګو سورلو هم بنديز لګول شوی دی.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې هم د محرم لسمې مرکزي ماتمي جلوس له حسینیه امام باړې راوتلی او ماښام ته به ستنېږي. پر دې مهال د امنیت ساتنې لپاره کلک ګامونه پورته کړل شوي دي. د مشال راډیو خبریال عمر وزیر پرې رپوټ لري.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له طالبانو سره د مذاکراتو ختمولو پرېکړه یې خپله وه.