د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په يو شمېر سيمو کې زلزله وشوه چې د چارواکو په وينا يې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي.
د نړیوالې تودوښې لوجې د سمندر سطح لوړېږي چې په نتیجه کې یې د پاکستان ساحلي سیمې کېټي بندر ډېره برخه اوبو لاندې کړې ده او د سیمې اوسېدونکي یې په کډوالۍ مجبوره شوي دي. په دې هکله نور تفصیل په دې ویډیو کې وګورئ. ویډیو: اې پي ایډیټ: منورشاه
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د امريکا د سفر پر مهال ويلي وو چې د هېواد پوځ او استخباراتي ادارې ای اېس ای يې د القاعده په ګډون په افغانستان کې د جنګړه مارو نورو ډلو روزنه کړې وه.
ولې عمران خان په ډاګه دومره حساسه خبره کړې او ایا دا به د هغه د حکومت او پوځ ترمنځ پر تعلقاتو څه ناوړه اغېز واچوي او که څنګه؟
د برتانیا، فرانس، جرمني او جاپان چارواکي هڅه کوي چې روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د امریکا او ایران مشران خپلو تګلارو ته د بیا کتنې لپاره وهڅوي.
پلوشه په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو خیر ښېګړې ادارې (یونیسیف) یوه چارواکې ده. هغه د ماشومانو د تعلیم د چارو ماهره ده او د یونیسف د پروګرام مشري لاندې د بلوچستان له حکومت سره د تعلیمي حالت ښه کولو په لړ کې مرسته کوي. پلوشه د بلوچستان له قلا سیف الله سره تعلق لري خو ژوند یې په کوټه کې تېر کړی دی. پلوشه وايي په انجنیري کې یې زده کړې کړي دي خو له اول نه یې د انساني حقونو او بیا په تېره د ماشومانو لپاره کار کول غوښتل، نو ځکه یې ټولنیزې خېرښېګړې ته پام ور وګرځولو. پلوشه وايي تعلیم حاصولول یوازې... Читать дальше...
ولسمشر ټرمپ وویل، اداره په افغانستان کې د یو روښانه سباون لپاره هیلمنه ده، خو له بده مرغه طالبانو خپلو وحشيانه بریدونو ته دوام ورکړی.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پاکستان د سرښار اسلام اباد په ګډون د خېبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په يو شمېر سيمو کې زلزله وشوه چې د چارواکو په وينا يې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژلي او تر ۴۰۰ زيات يې ژوبل کړي دي. احمد شاه اعظمي د رويټرز او اې اېف پي اژانسونو پر مټ دغه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.