د پاکستان په سند صوبه کې د اقلیتونو چارو وزير هري رام وايي پولیسو په ګوټکي کې په يو مندر کې د ويجاړي کولو په تور لسګونه کسان نيولي دي.
د سېپټېمبر پر ۱۶مه، په اسلام اباد کې د پاکستان د برېښنا نظم ادارې (نیپرا) د افغانستان د اوبو او انرژۍ او د مالیې وزارتونو کارکوونکو لپاره پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ. پروګرام ته له دواړو وزارتونو څخه شپږ چارواکي ورغلي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست قومي مشران او دیني عالمان وايي، چې د تېر ځل په شان به بیا هم ددې ولایت نارینه او ښخینه د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي.
د تاجکستان په وحدت ولسوالۍ کې ماشومان هره ورځ ښوونخي ته د تګ راتګ په خاطر شپږ کلوميټره پیاده لار وهي. خو دا لار له کړاوونو ډکه ده او دوی اړ دي چې تر سيند پورېوځي خو چې کله په سيند کې اوبه زياتې شي نو ماشومان د زانګو په شان پر خوځېدونکي خطرناکه پله تېرېږي. ویډیو وګورئ.
امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او هندي وزیراعظم نریندر مودي د ستمبر پر ۲۲مه په هوسټن کې د هندي امریکایانو په جلسه کې ګډون کوي، داد دې لپاره چې د دواړو مشرانو او هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو څرګندونه وکړي.
خان زمان کاکړ وايي، اوس انتظاميې دوې نوې هاسټلې جوړې کړې نو پکې صرف يو هاسټل طالبعلمانو ته وسپارل شو چې پکې د ټولو ځايه ول ممکن نه دي.
په مومندو کې د پخواني خاصه دار ځواک سرتېرو او افسرانو د سېپټېمبر پر ۱۵مه یوه احتجاجي غونډه وکړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې هغې مسودې ته دې قانوني شکل نه ورکوي چې پکې خاصه دارو او لېویزو ته د ځانګړي ځواک حیثیت ورکړل شوی. دا مسوده د پښتونخوا اسمبلۍ د سېپټېمبر پر ۱۲مه منظور کړه چې که قانون شي نو خاصه دار او لېویز ځواکونه به د پولیسو برخه نه جوړېږي. ویډیويي رپورټ.
محمد طاهر بشریار په ۲۰۱۸ز کال کې د کندهار پر لاره د سولې له ولسي حرکت سره یوځای شو او تر کابل او نورو ولایتونو یې د کاروان ملتیا وکړه. د سولې او د ماشومانو د حقونو نړیوال انعام ته له ۵۶ هېوادونو څخه ۱۳۷ نجونه او هلکان نوماند دي. ویډیويي رپورټ.