د افغانستان ماليې وزارت چارواکي وايي د تورخم تر ۲۴ ساعته پرانيستې وروسته، اوس د پاکستان سره سوداګري زياته شوې ده. د دې وزارت وياند شمروز خان مسجدي وايي د وېزو اسانولو او سوداګرو ته د نورو سهولتونو په برخه کې د افغانستان ماليې، بهرنيوو چارو او سوداګرۍوزارتونه سره وخت په وخت ناستې کوي
په نړۍ کې تر ټولو لویه خطرناکه زلزله په ۱۹۶۰ ز کال کې په چلي هیواد کې راغلې وه. هغه زلزله ۹،۵ درجې وه. په ۱۹۷۶ ز کال کې په چین کې ۸،۲ زلزلې له دوه نیمو لکو زیات کسان وژلي ول. د ځینو نورو خطرناکو زلزلو په اړه تفصیل په دې ویډیو کې.
ترک وايي، پښتو ولسي سندرې يې زياتې خوښېږي او ځکه یې په خپله موسيقۍ کې ولسي اهنګونه او روايتي سازونه کاروي.
په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتيريش ويلي چې نړۍ په بېسارې ډول د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ ده. هغه د سپتمبر په پنځه ويشتمه د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې وويل چې اوسمهال سختدريځي، نه زغم او ترهګري د نړۍ پر هر هېواد اغېز کړی او بې ثباتي يې جوړه کړې ده.
ټرمپ له عمران خان سره په خبرو وويل چې دی ډېر ښه منځګړتوب کولای شي او د خلکو ډېرې لانجې يې هوارې کړې دي.
د سېپټمبر پر ۲۴ مه د پاکستان په بيلا بيلو برخو او د ياد ملک تر انتظام لاندې کشمير په ميرپور بمبر او کوټلي ضلعو کې زلزله راغلې وه چې تر ټولو زيات نقصان يې ميرپور ضلعې ته رسولې دې.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې دوه ورځې مخکې شوې زلزلې له وجې د پېښو شوو زيانونو وروسته، خلک کوښښ کوي خپل کورونه جوړ کړي. چارواکي وايي دوی ورسره په دې کار کې مرسته کوي. د مشال راډيو خبريال احمدالله هلته ورغلی وو او دا ويډيو راپور یې پرې جوړ کړی دی چې پکې له زلزلې وروسته راغلی ویجاړی وينئ