د خېبر لواړګي ۴۵ کلن وېلسن وزیر مسیح له قبایلي ضلعو د لږکیو پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی. هغه وایي، د خپلې ټولنې د ستونزو د هوارۍ کوشش به کوي. په قبایلي ضلعو کې نزدې ۲۵ زره عیسایان،هندوان او سکان میشت دي. تفصیل د فرهاد شینواري په ویډیو کې.
په پاکستان کې نرښځیان د ژوند په هر ډګر کې له توپيريزه چلند سره مخامخ دي. ان زياتره نايان د دوی وېښتانو جوړولو او سېنګارولو څخه هم انکار کوي. دې چلند دوی اړ کړل چې په کراچۍ کې د خپل دکان راوباسي.
سیلګرۍ ته د ودې په موخه سرکار د سوات ښکلې سیلانۍ سیمې ګبین ته په دا ورستیو کې یو خام سړک غځولی او ځینې نورې اسانتیاوې یې برابرې کړي دي. ځايي ولس وايي چې د سیلانیانو راتګ به د خپلو مسافرانو د راتلو سبب هم وګرځي. نیاز احمدخان یې وېډیو راپور تیار کړی.
د ملاکنډ درګۍکامران خان ارمان په کاويه انځورګري کوي. کاويه په عامه توګه د مستريان برقي شيانو د بيا جوړولو لپاره کاروي. کامران د انځورګرۍ ترڅنګ، مجسمه ساز او شاعر هم دی. د ځلاند يوسفزي ويډيو
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د يوولسم سپټمبر پېښې پر پاکستان او افغانستان اغېز او او ددې جګړې راتلونکی له کارپوهانو سره څېړل شوی دی.
دغه حمله د دې سبب شوه چې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سېپتېمبر پر لسمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو وویل، چې د ولسمشر ټرمپ نوی فرمان به د ترهه ګرۍ پرضد هلې ځلې لا پیاوړې کړي.
د ګوند مخکښ راجه ظفرالحق د سېپتمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل که د نوازشریف او نورو نیول شویو ملګرو پر ضد جوړې مقدمې یې واخیستل شي نو بیا به ګوري چې څه وکړي.
د سېپټمبر پر ۱۱مه د امریکا د نیویارک ښار په دوو سوداګریزو مرکزونو او په دفاع وزارت د ترهګریزو بریدونو ۱۸ کاله پوره شول. د دې بریدونو ذمه واري القاعده وسله والې ډلې منلې وه. ویډيو: رویټرز ایډیټ او ژباړه: انیسه اجمل
یاماموتو وویل، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخهیې د افغانانو نظرونه او څرګندونې اورېدلي او په هغو کې یې په یو وخت هیلهمندي او وېره دواړه درک کړي دي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارت ته نژدې یو راکټ په داسې لګېدلی چې نن پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې بريدونو ۱۸م تلین دی