شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې د قانون پرمختګ او شفافيت انستيټيوټ پلډاټ له خوا جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال له کشمير، افغانستان او چين سره د اسلام اباد پر اړيکو رڼا واچوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
ټکر د خیبر پښتونخوا یو تاریخي کلی دی چې په تاریخي پاڼو کې د ۱۹۳۰م کال د مې ۲۸ نېټې سره یادېږي. پر همدغه نېټه د هغه مهال انګرېزي سرکار د باچا خان پر خدایي خدمتګارانو ډزې کړې وې چې د تاریخوالو په وینا ۷۲ تنه یې وژلي او تر ۱۰۰ زیات یې ژوبل کړي ول. د مردان په ټکر کلي کې یو لوی یادګاري څلی ولاړ دی چې ورباندې په ځولنو تړلي لاسونه او په مینځ کې یې د ډیوې لمبه جوړه ده.
په کابل کې د سېپټمبر پر دوهمه ماسخوتن بريد کې ۱۶ وژل شوي او شاوخوا ۱۱۹ ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو د بريد ذمه واري منلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امريکا ترمنځ په قطر د افغانستان سولې په تړاو د نهم پړاو خبرې اترې پای ته رسېدلې دي. د بريد پر مهال د افغانستان سولې په اړه د امريکا خارجه وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په کابل کې وو.
پاکستاني چارواکو د سېپټمبر د دوهمې نېټې پر ماښام د تورخم دروازه د ۲۴ ساعته تګ راتګ او تجارت لپاره پرانېستله.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ګرین ویلیج یا شنې ساحې ته نږدې شوې ده.