Мы в Telegram
Добавить новость

Куда отправиться на майские: топ-6 направлений для россиян без загранника и визы

Правительство боснийских сербов: «Хорошие отношения с Россией – это наш выбор, а не давление Москвы»

Актер Бурак Озчивит приехал в Москву на съемки

Посол Армении в ЕС Балоян: Попытки подорвать интересы России на Кавказе будут самоубийственными

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Январь
2023

Новости за 24.01.2023

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات له طالبانو سره په تعامل کې د بدلون په اړه له خپلو متحدانو سره د مشورې په حال کې دي. د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي او دوی به له ټولو هغو وسیلو کار واخلي چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي. د دې وزارت ویاند نېډپرایس پرون رسنیو ته وویل، له افغانانو سره مرستې له طالبانو د ملاتړ په معنا نه‌دي، بلکې په خبره يې، امریکا له خپلو متحدانو سره؛ طالبانو سره د خپل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له جنګي سامانونو او وسلو جوړ سپورټي موټر

په کابل کې یو افغان انجینر د خپلو همکارانو په مرسته د افغانستان په جګړو کې د کارول شویو جنګي سامانونو له ټوټو څخه سپورټي موټر جوړ کړی دی. د موټر په جوړېدو کې پینځه کاله وخت لګېدلی دی او ډیزاین یې د نړیوال معیار دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو افغان نجونو ته د زده کړو د لاسرسي غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو ادارو د زده کړو په نړیواله ورځ زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو ښونیزې، علمي او فرهنګي څانګې یونسکو نن د جنورۍ په ۲۴مه یوه ټویټ کې ویلي، دا مهال په منځنیو او لېسو ښونځیو کې د افغان نجونو شمېر د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی دی. دغې ادارې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې په تقریبي ډول هرو لسو نجونو کې ۴ هغه په افغانستان کې ښونځیو ته تللې، خو اوس یې شمېر معلوم نه دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم نن ویلي، زده کړه د ټولو حق دی او افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونو خپلو درنو بریدونو ته دوام ورکړی

د اوکراین ولسمشر وایي، روسي ځواکونو د دغه هېواد د جګړې پر لومړیو کرښو درنو بریدونو ته دوام ورکړی دی. ولودمیر زیلنسکي تېره شپه د جنورۍ په ۲۳مه په خپله ویډیویي وینا کې زیاته کړې، د توغندیو دغه بریدونه هر ساعت ترسره کېږي، خو په خبره یې دونباس سیمه کې د دوی جګړه او دفاع هم دوام لري. زیلنسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د روسي پوځیانو د تیت او پرک کېدو شاهدان دي او اوکراین پوهېږي چې دغه وضعیت ته څه ډول ځواب ورکړي. نن د جنورۍ ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې د ناموجه یرغل ټیک ۱۱ میاشتې پوره شوې. دې موده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بحراني وضعیت؛ د ملګرو ملتونو بل لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، د بشري چارو مرستیال او د دغه سازمان لوړپوړی پلاوی د افغانستان د بحراني وضعیت په تړاو خبرو لپاره کابل ته تللی. سټیفن دوجاریک پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې کابل ته د مارټین ګریفیټس په دې سفر کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان مشره جانتي سویی ریپتو، د پاملرنې موسسې مشره سوفیا سپریچمن او د یونېسف مشر عمر عبدي ملګري دي. د دوجاریک په خبره د ښځو پر کار د طالبانو د تېرې میاشتې بندیز د دغو ادارو ډېر فعالیتونه درولي او دا اندېښنې ورسره زیاتې شوي چې ممکن د افغانستان وضعیت بدتره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ځینې اوسېدونکي: د بېکارۍ د کچې په لوړېدو ژوند سخت شوی

د ارزګان ولایت بې روزګاره اوسېدونکي له بېکارۍ شکایت کوي. دغه بې روزګاره خلک هره ورځ ترینکوټ ښار ته د کار پسې ځي. دوی وايي، د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د دوی ژوندی یې سخت کړی دی. د دې ولایت اوسېدونکي دغې ستونزې ته د حل غوښتنه کوي. د ارزګان لپاره د طالبانو والي وايي، دوی په دې هڅه کي دي چې کانونه استخراج شي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ایمباپې په یوه لوبه کې ۵ ګولونه ووهل

د فرانسې ځوان فوټبال لوبغاړي ګیلیان ایمباپې د پېز ډي کاسل لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ترسره کړل. ایمباپې چې د یاد هېواد په مخکښ کلب پارېس سنټ جرمن یا پي ایس جي کې لوبېږي، د دوشنبې په شپه یې د ګولونو هېټریک وکړ. دا لوبه چې د فرانسې فوټبال لیګ اړوند وه، د پي ایس جي لوبډلې ۷ د صفر پر وړاندې ډي کاسل لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې لوبه کې بل مخکښ فوټبال لوبغاړي نیمار هم یو ګول وواهه. د پي ایس جي په لوبډله کې لېونل میسي هم لوبېږي. د یادونې ده چې یاد کلب د جنورۍ په ۱۹ نېټه په سعودي عربستان کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زده کړو نړیواله ورځ؛ یوه افغانه زده کوونکې: مه پرېږدئ چې له دې ډېر پر مونږ ظلم وشي

د زده  کړو نړیواله ورځ په داسې حال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو محرومې او د یوه نامعلوم راتلونکي په انتظار کې ژوند کوي. نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې کړې دي. یو شمېر دا نجونې وايي چې ناهیلیو یې پر ژوند سیوری غوړولی دی. د یوولسم ټولګې زده کوونکې قدریې رضايي ازادي راډيو ته وویل، د نجونو د زده کړو په برخه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنې بې پایلې وې او اوس له خپلو خلکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ ده

نن د جنوري ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو ښوونځي تر بلې خبرتیا پورې بند شول او پوهنتونونو ته د نجونو پرتګ هم یوه میاشت مخکې بندیز اعلان شو. د طالبانو دا اقدامات د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شول. د ملګروملتونو عمومي اسمبلې د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: اړمنو افغانانو ته د مرستې لپاره د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اړتیا ده

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو په چاره کې د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اوسمهال خورا ډېره اړتیا لیدل کېږي. اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان له درېیو یوه برخه وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړ دي، په خوندي او بامفهومه ډول او له خنډ پرته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو برخې اخیستنې ته اوس تربل هروخت زیاته اړتیا لیدل کېږي. د طالبانو حکومت نژدې یوه میاشت مخکې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان افغانستان ته د برښنا صادرات بیا پیلوي

د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د برښنا د واردولو له تړون سره په یو وخت کې ازبکستان اعلان کړی چې افغانستان ته یې د برښنا صادرات بیا پیل کړي. د افغانستان د برښنا شرکت چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، پرون وویل چې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ترکمنستان له ترکمن انرګو شرکت سره د برښنا د واردولو تړون تمدید شوی دی. برښنا شرکت په یوه بیان کې وايي چې دا تړون د برښنا شرکت رییس مولوي محمدحنیف حمزه او د ترکمن انرګو رییس په داسې حال کې په عشق آباد کې لاسلیک کړ چې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور هم حاضر و. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د ۲۰۲۳ کال د واکسین کمپاین پرون دوشنبې پیل شو. ټاکل شوې چې د دې کمپاین په ترڅ کې به په هغو ولایتونو کې چې د پولیو ګواښ په کې ډېر دی له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۵،۳ میلیون ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي. دا کمپاین د پلازمېنې کابل، هرات، هلمند، ارزګان، نورستان، پکتیکا او کونړ په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې په پام کې دی. په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې یوه په پکتیکا او بله په کونړ کې ثب شوې وه. افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: طالبان دې 'خیرالله پرهر' سمدستي خوشې کړي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو غوښتي دي چې افغان خبریال خیرالله پرهر سمدستي خوشې کړي. د راپورونو له مخې پرهر په ننګرهار کې خبریال او د سپورتي خبریالانو د ټولنې مشر و، چې د طالبانو د حکومت استخباراتو نږدې دوه اونۍ مخکې په کابل کې نیولی دی. تراوسه معلومه نه ده چې دا خبریال په کوم تور نیول شوی او اوسمهال په کوم ځای کې په توقیف کې دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې په نیوبارک کې پرون په یوه بیان کې د خیرالله پرهر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي دي چې په غیرقانوني ډول د خبریالانو د نیولو لړۍ بنده کړي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران په ارومیه کې ۱۶ تنکي ځوانان نیول شوي

د ایران حکومت د دې هېواد په شمال لوېدیځ ښار ارومیه کې د تنکیو ځوانانو په ګډون شپاړس کسان د مظاهرو د پلان جوړولو په تور نیولي دي. حکومت دا کسان په جاسوسۍ تورن کړي. ویل کېږي په تېره نومبر میاشت کې هم ۲۵ کسان په دې تور نیول شوي وو چې له استخباراتي ادارو سره تماسونه لري. چارواکو ویل چې دې کسانو تنکي ځوانان د ټولنیزو شبکو له لارې جذبول څو د حکومت پرضد اعتراضونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ایران حکومت له توقیف شویو کسانو څخه د شکنجې په نتیجه کې جبري اعترافونه اخلي. په ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نېشنل انټرسټ: پاکستان 'ټي ټي پي' نه شي ماتولای

ريلييف ويب: د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه راپور کې چې پرون دوشنبې یې په خپله ریلییف ویبپاڼه کې خپور کړی، په افغانستان کې د روان کال بشري اړتیاوو ته کتنه کړې او لیکي، افغانستان له یوه بېساري بشري ناورین سره مخ دی او د نظام د سقوط او انساني ناورین خطر ډېر واقعي دی. اوچا وایي، له تصوره لیرې پر انساني زیانونو سربېره دا بشري ناورین د ښځو د حقونو په ګډون د تېرو و۲۰ کلونو ډېری لاسته راوړنې شاته بیایي. د ریلییف ویب په لیکنه په روان ۲۰۲۳ کال کې ۲۸،۳ ميلیون وګړي چې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ له بېوزلو سره د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان په روان میلادي کال کې په روغتیايي برخو کې له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره څه باندې دوه نیم میلیارد ډالره بسپنې غوښتې ده. د روغتیا نړیوال سازمان په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ له میلیونونه خلکو سره چې بېړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري، د مرستې لپاره د ۲،۵۴ میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې، په افغانستان، یمن، سوریه او ایتیوپیا کې د کړکېچونو، د اوکراین د بېرحمانه جګړې او همداراز د اقلیمي بدلونونو له کبله د پاکستان په څېر د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو بل جګپوړي پلاوي طالبانو سره لیدلي

د سرمنشي مرستیال او ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر بېګا په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خبرې وکړې. د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دې سازمان دوهم جګپوړی چارواکی دی چې په یوه اونۍ کې کابل ته ځي او د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کوي. مارټین ګریفیټس بېګا کابل ته ورسېد. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر ټويټر لیکلي چې ښاغلي ګریفیټس د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Посол Армении в ЕС Балоян: Попытки подорвать интересы России на Кавказе будут самоубийственными

В Вашингтоне осознали, что страны Африки устали от США и все больше полагаются на Россию

Многокилометровая пробка на М-11: массовое ДТП под Петербургом спровоцировало мощный затор

Кадыров готовится к бегству из Чечни - СМИ

Музыкальные новости

Частота страховых случаев по ОСАГО для такси в 6,6 раза выше, чем по полисам на другие легковые машины – ЦБ РФ

Стасу Михайлову исполнилось 55

Тренер "Спартака" Слишкович заявил, что доволен ничейной игрой против ЦСКА

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ

Новости России

Оксана Федорова представит премьеру фильма «Петербург Шаляпина и Рахманинова» на выставке-форуме «Россия»

Субботняя погода в Москве побила дождливый рекорд за всю историю метеонаблюдений

Общеобластной субботник прошел во всех микрорайонах Химок

Синоптик Шувалов рассказал о похолодании в Москве

Экология в России и мире

Почему люди боятся обращаться к психиатру?

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров

День Земли - каждый день

За какими шедеврами едут в деревню Ковалёво Нижегородской области

Спорт в России и мире

Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде

Прямая трансляция матчей Рыбакиной и Путинцевой за выход в 1/8 финала турнира в Мадриде

Рублёв победил Давидович-Фокину в 3-м круге «Мастерса» в Мадриде, отыгравшись с 0:5 на тай-брейке

Кто отец Дианы Джокович?

Moscow.media

До 17 лет тюрьмы – автоподставщики и страховые мошенники всё реже уходят от ответственности в Хабаровском крае

Добегался. 8-летний ребёнок врезался в машину

ТСД SAOTRON RT-T50: высокопроизводительный терминал сбора данных промышленного класса

"Ущерба машине на несколько сотен тысяч рублей"











Топ новостей на этот час

Rss.plus






В Вашингтоне осознали, что страны Африки устали от США и все больше полагаются на Россию

Правительство боснийских сербов: «Хорошие отношения с Россией – это наш выбор, а не давление Москвы»

Актер Бурак Озчивит приехал в Москву на съемки

Кадыров готовится к бегству из Чечни - СМИ