Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2018

Новости за 13.01.2018

Pa.azadiradio.com 

عظیمي: نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی

له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومت یې د جدي مبارزې هوډ لري. سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ یې په بامیانو ولایت کې د نشه‎یي موادو وزارت د ځینو پروژو د پرانېستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشه‎یي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخېزه مبارزه وشي. نوموړې وايي: "نشه‎يي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدرو موادو د تولید قرباني دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلامت عظیمي: نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی

له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومت‌یې د جدي مبارزې هوډ لري. سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ په بامیانو ولایت کې له نشه‎یي موادو سره د مبارزې وزارت د ځینو پروژو د پرانیستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشه‎یي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخیزه مبارزه وشي. نوموړې وايي: "نشه‎يي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې هند ته د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکی ونیول شو

یوه کس چې په خپلو بوټانو کې یې نشه‎يي مواد ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې بهر ته‌یې قاچاق کړي، د کندهار په هوایي ډګر کې ونیول شو. د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین‌یې په خپلو بوټونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له‎خوا ونیول شو. دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشه‎یي مواد بهر ته قاچاق کول.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې یوه تن چې غوښتل یې هند ته نشه‌يي توکي قاچاق کړي، ونیول شو

یوه کس چې په خپلو بوټانو کې یې نشه‎يي مواد ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې بهر ته یې قاچاق کړي، د کندهار په هوایي ډګر کې ونیول شو. د کندهار د سرحدي پولیسو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وویل، دا کس چې ۸۰۰ ګرامه هیروئین یې په خپلو بوټونو کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې د کندهار د هوایي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي، د سرحدي ځواکونو له‎خوا ونیول شو. دوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار پولیسو یو تن قاچاق کوونکی نیولی چې د هوایي ډګر له لارې یې په خپله خېټه کې نشه‎یي مواد بهر ته قاچاق کول.

Mashaalradio.com 

د پاکستان او امريکا ترمنځ پېچلې اړيکې

د پاکستان او امريکا ترمنځ د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر له ترهګريزو بريدونو وروسته په اړيکو کې ډېر پړاونه رامنځ ته شوي دی. په ځينو وختونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شوي خو په ځينو وختونو کې ډېر ترينګلي حالت ته هم رسېدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کرنې وزارت: پر ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره ۱۱ زره باغچې وېشل شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ۸۵۰۰ کلیوالو ښځو د اقتصادي ملاتړ په هدف ۱۱ زره کورنۍ باغچې ووېشل شوې دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، بزګرې ښځې کولای شي چې په ژمي کې په دغو باغچو کې سبزي وکري او په مناسبه بېه یې وپلوري. د نوموړي په خبره، د دغو باغچو له جوړولو هدف د خوړو خوندیتوب او د کورنيو اقتصادي پیاوړتیا ده. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د روان لمرېز کال تر پاېه ۲۸ زره نورې کورنۍ باغچې هم پر افغان بزګرو ښځو ووېشي.




Pa.azadiradio.com 

پسرلی: د افغانستان او کاناډا ګډ سوداګریز نندارتون ته تیاری روان دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د افغانستان او کاناډا د ګډې پانګونې او سوداګرۍ د نندارتون جوړېدو ته تیاری نیسي. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د ګدون په هدف لسګونو د افغان تولیدي شرکتونو مسؤلینو خپل نومونه ثبت کړي او د نوم لیکنې دغه بهیر به د روانې میلادي میاشتې تر ۱۵ مې روان وي. ښاغلی پسرلی په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره سوداګریز پاسپورټ، د شرکت جواز او بانکي تضمین اړین اسناد یادوي چې باید یادې خونې ته وسپارل شي. نوموړي د دغه نندارتون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن شپه ریال مادرید او ویاریال د فوټبال لوبډلې سره لوبېږي

د هسپانیې د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید او ویاریال د فوټبال لوبډلې سره لوبېږي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې د ریال مادرید په کوربه توب پیلېږي. د لالیګا په نورو لوبو کې نن شپه ۱۰:۰۰بجې اتلتیکو مادرید له ایبار سره لوبه کوي. دغه راز نن شپه دیپورتیوو او ولسنیا سره د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي په سوریه کې د دوی پر اډه برید کوونکی وژلی

د روسيې پوځ پرون وویل هغه وسله وال يې وژلی دی چې په سوریه کې يې د روسي ځواکونو پر اډه په وروستي برید کې لاس درلود. د روسيې دفاع وزارت وايي، بې پیلوټه الوتکو يې د سوريې په ادلب ښار کې ګڼ شمېر وسله وال چې په یوه بس کې سپاره وو،په نښه او له منځه یوړل. د سوريې په لاذقیه ښار کې د روسيې پر پوځې اډه د تېرې ډسمبر میاشتې په ۳۱ نېټه وسله والو د درنو وسله حمله کړې وه چې دوه سرتېري پکې وژل شوي وو. که څه هم چې کرېملېن دا رد کړه چې په دغې برید کې دې کومه الوتکه له منځه تللې وي، خو د کومیرسنات روسیې سوداګریځې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

والي: د پکتیا د «د سروۍ خولې»د برېښنا بند بودیجه منظور شوې

په پکتیا ولایت کې «د سروۍ خولې»د برېښنا بند د جوړولو لپاره شل میلیونه ډالره بودجه منظوره شوې ده. دا خبره پرون د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په احمد خېلو ولسوالۍ کې د دې بند لپاره له ځانګړي شوي سیمې څخه د کتنې پر مهال وکړه. نوموړي وویل د دې بند له برېښنا او اوبو څخه به د پکتیا ولایت ختیځې ولسوالۍ ګټه پورته کړي. د پکتیا والي د «سروۍ خولې» د برېښنا د بند د جوړولو د پیل دقیقه نېټه یاده نه کړه خو ویې ویل چې دا پروژه به په نېږدې راتلونکې پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او قزاقستان ولسمشران د افغانستان په اړه غږېږي

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو او د قزاقستان ولسمشران د روانې جنورۍ میاشې په ۱۶ مه د افغانستان به اړه خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وویل ډونالډ ټرمپ او نور سلطان نظر بایف به په افغانستان کې د روان وضعیت او د سیمه ییزو او نړیوالو ستونزو په اړه په خپلو کې وغږېږې. راپورونه وايي، که څه هم د امریکا او قزاقستان ولسمشران به پر سیاسي ،امنیتي، او اقتصادي مسئلو خبرې وکړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا اصلي موضوع افغانستان دی. قزاقستان دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشري پر غاړه لري.

Pa.azadiradio.com 

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې۳پولیس وژل شوي

د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې پرون د طالبانو په یوه برید کې درې پولیس ووژل شول او یو بل ټپی شوی دی. د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل پولیسو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ پر لویه لاره اوښتې ده: "د طالبانو یوې ډلې د جنجالک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، په دې حمله کې درې پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی." د فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره تر دې مخکې هم پر افغان ځواکونو بریدونه شوي دي. طالبانو تر اوسه د دې امنیتي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي، پر ایران به د بندیزونو کمول تمدید کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ۲۰۱۵ کال د اټمې موافقې له مخې به پر ایران د بندیزونو کمول تمدید کړي او د اوس لپاره به دا موافقه پر ځای وساتي. خو ولسمشر ټرمپ پرون په یوې اعلامیه کې وویل چې پر ۱۴لوړ رتبه ایراني چارواکو به نوې او هدفې بندیزونه ولګوي. ولسمشر ټرمپ ویلي دي د وروستي ځل لپاره پر ایران د بندیزونو د کمولو موافقه تمدیدوي او د دې لپاره چې له ایران سره موافقه سمه شي، باید په کې بدلون راوستل شي. د امریکا د خزانې وزارت وویل پر ایراني مقاماتو دا بندیزونه له بشري حقونو څخه د سرغړونو، سانسور او د وسلو اړوند موضوعاتو له امله لګول کېږي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus