خلیلزاد وویل، د افغانستان په باب په پاکستانۍ تګلاره کې مثبت بدلون لیدل کېږي او اسلام اباد غواړي چې د سولې پروسې سره مرسته وکړي.
د خوست دیني عالمانو او ځوانانو د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د پای ته رسولو په خاطر په خپلو کې سوله وکړي.
اسوشيېټډ پرېس اژانس لیکي، په کیلېفورنیا کې یوه فېډرالي قاضي ګارلینډ برېل په خپله فیصله کې ویلي چې په مقدمه کې د حامد حیات وکیله کم تجربه وه نو د هغه سم استازیتوب یې نه وو کړی.
په سېنټ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف مشر شبلي فراز دا تورونه رد کړل چې ګنې سنجراني له رايي اچونې مخکې په استعفا ورکولو غور کوي.فراز زياته کړه چې سبا د اګست په ړومبۍ نېټه به د عدم عتماد پر تحريک رايي اچونه کيږي.
د قدرتي ناورینونو سمبالولو قامي اداره وايي ۱۳۸ کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي، د ادارې په وینا په بارانونو کې کورونه ځکه ویجاړېږي چې په خوړونو او باراني نالیو کې جوړ دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل فېسبوک لیکلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ نور ولسي افغان وګړي د دې چاودنې ښکار شوي دي.