انسان ژغورونکي سپي په کابل کې د دې هر يو سپي قيمت له لس زره ډالرو څخه تر پنځلس زره ډالرو دی خو اهميت يې ځکه ډېر دی چې د خلکو ژوند ژغوري. دوی د بوی کولو ځانګړی حس لري چې د بمونو او ماينونو شنډولو لپاره ترې کاري.دوی دا کار څنګه کوي؟ په دې ويډيو کې يې وګورئ. ويډيو: AFP راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
د دغه سکول استاذ کان فولام وايي، کله چې یې د طالبانو لخوا پر ملاله يوسفزۍ د بريد خبر ولوستو نو بې اختياره ژړا ورغله، او بيا دغه سندره وليکله
د جولای پر ۱۵مه مازیګر مهال د کانکیندونکیو اتحادیې د کوټې پرېس کلب مخې ته د حکومت خلاف په یوه احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کوله چې په دوشنبه د کوټې په ډګرۍ سیمه کې په یو کان کې له چاودنې پس هلته بند پاتې کسان دې بې له ځنډه راوباسي. دوی تور لګاوه چې حکومت نه دا چې بې غوري کوي بلکې جدیده مشینري هم نه لري چې په کانونو کې د پېښو پر وخت نښتي کسان بې له ځنډه راوباسي. تر دا مهاله د کانکیندونکیو له ډلې یې دوه ژوندي او اته مړه را-اېستلی دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د طبعي ناروینونو سمبالولو ادارې یوه مشر... Читать дальше...
په پاکستان کې خبريالانو د جولای پر۱۶مه د غير اعلانيه سنسرشپ، د ځينو ټي وي چېنلونو د بندولو او دوی ته پر وخت تنخاګانو نه ورکولو پرضد مظاهرې وکړې. په دې اړه له اسلام اباده دا ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس رپورټ: احمد الله
خبریال امتیاز عالم پاکستان نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې منتخب غړي او د بشري حقونو فعالان نیول کېږي او د ترهګرۍ او مالي درغلیو په مقدمو کې ښکېل حافظ سعید ته ضمانت ورکول کېږي.
د افغانستان په لوګر ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د جولای پر ۱۵مه مازدیګر د مرکز اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۵ وسلوال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.