د افغانستان حکومت وايي چې تر راتلونکو دوو اونیو به یې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې اترې پیل شي.
د پاکستان پوځ وايي ، د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې یې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.
په پاکستان کې وکیلانو د جولايي پر ۲۷مه د ټول ملک په عدالتونو کې کاربندیز او په اسلام اباد کې لویه غونډه رابللې ده. په دې اړه د احمدالله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ایف ۱۶ الوتکو د تکنیکي او لاجسټکي مرستو لپاره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.
د افغانستان په خوست ولایت کې د درې میلیارده افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او د ځينو یې کارونه پیل شول. چارواکي وایي، په یادو پروژو کې د خوست نړیوال هوایي ډګر ترمینل هم شامل دی. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې پوليسو د لاهور په مال روډ د اپوزيشن ګوندونو لخوا په جلسه کولو د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند په سلګونه کارکوونکو او مشرانو مقدمې درج کړې دي.
له شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی ميرکلام وزير وايي په سيمه کې يي تر ټولو غټه ستونزه بد امني،ګرځبنديز او هدفي بريدونه دي او په اسمبلۍ کې به لومړی هم دا راپورته کوي.
د جولای پر۲۶مه په خوست کې د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو کار پیل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ، اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې پاکستان خپلې ژمنې عملي کړي.