په سیول هسپتال کې د ډاکټرانو په وینا چې د ځینو زخمیانو حالت اوس هم له خطر سره مخامخ دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ، دی کولای شي چې د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې وګټي خو د ده په وینا په داسې صورت کې به لس میلیونه خلک ووژل شي. نوموړي دا خبرې د جولايي پر ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره ګډې خبرې غونډې ته په وینا کې وکړې. ولسمشر ټرمپ وویل چې پاکستان به له امریکا سره مرسته کوي چې تر ۱۸ کلنې ښکېلتیا وروسته له افغانستانه ووځي. پاکستاني وزیراعظم عمران خان وویل ، موږ اوس تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې د سولې لپاره جوړ جاړي ته نژدې شوي یو.
ای اېس ای امریکايي استخباراتي ادارې سي ای اې ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن په اړه مالومات ورکړي ول او د هغو مالوماتو له وجې هغوی بن لادن وژلی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنگ د بندیوان غړي عالمزېب مسید مېرمن نفیسه مسید د امریکا په پلازمېنه واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته په راوتلي احتجاج کې وویل، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ دې له پاکستان سره اقتصادي مرسته نه کوي. دا مظاهرې پر داسې مهال روانې وې چې د ولسمشر ټرمپ او پاکستاني وزیر اعظم عمران خان په لومړي ځل سرکاري ناسته لرله. نفیسې مسید د وي او ای ډیوه له خبریال رحمان بونېري سره په خبرو کې دا هم وویل چې ریاستي ادارو یې له خپل خاوند سره د رابطې ټولې لارې پرمخ تړلي دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هانټ د جولای پر ۲۲مه د هغه هېواد د امنیتي چارو وزیرانو او له نورو چارواکو سره تر ملاقات وروسته د ایران لخواد کښتۍ نیول د غلا یو عمل وباله.
داعش جګړه مارو د ٢٠١۴ز کال په اگست کې په عراق کې په زرگونو ایزیدۍ نجونې یرغمل کړې وې. پر دغو نجونو څه تېر شوي، د امریکا غږ ډاکومېټري پرې تیاره کړې چې دا یې د لړۍ لومړۍ برخه ده.
د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او له ډیپلوماتیکو او دولتي لارو یې له واشنګټنه په دې اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.
د خېبر پښتونخوا د شانګلې لري پرتې سیمې مارتنوګ کې د کوماج کلي ۸۰ کلن مخور ماما له کالونو راهیسې شپېلۍ غږوي. د مشال راډیو خبريال نياز احمدخان سره به خبرو کې هغه وویل، د شپېلۍ په غږولو یې ډېر مېنوال موندلی او خلک یې ډېر درناوی کوي.
د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر فرهنګیانو، ځوانانو او مدني فعالانو د غازي ببرک خان ځدراڼ پخوانی پوځي کلا ته ورغلي او په خپلو کې يې د خپلواکۍ مبارزې د دې اتل د ژوند په بېلا بېلو اړخونو خبرې کړي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د مظاهرې پر وخت د رسنیو له مالکانو غوښتي چې خپلو کارکونکو ته دې پر وخت تنخواګانې ورکړي. د خبريالانو په وينا د زياتره ټي وي چېنلونو او اخبارمالکانو د خپلو کارکونکيو تنخاګانې تر۵۰ فیصده کمې کړې دي خو بیا یې هم پر وخت نه ورکوي. راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس