د پاکستان يو شخصي ټيليويژن جيو نيوز روانو چارو د يو پروګرام کېپيټل ټاک کوربه حامد مير وايي چې د جولای په لومړۍ نېټه يې د پخواني ولسمشر، د قامي اسمبلۍ غړي او اپوزېشن ګوند پيپلز پارټۍ شريک مشر، اصف علي زرداري مرکه له څو منټو نشرېدو وروسته بنده کړل شوه.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د جولای پر لومړۍ نېټه د ډزو او یوې درنې چاودنې د پېښې حال له لېمې هادي څخه اورو چې د پېښې ځای ته تللې او په اړه یې دا ویډیويي راپور برابر کړی دی. د طالب وسله والو په هغه برید او چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۰۵ ژوبل دي چې پکې ۵۰ د یوه ښوونځي ماشومان دي.
د جولای پر دوهمه نېټه د عوامي نیشنل ګوند سلګونو غړيو په پېښور کې د خپل ګوند د يوه مشر د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې چې د ګوند مشرانو هم ګډون پکې کړی و له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرتاج خان قاتلين دې ونيسي. د غلام غوث ویډيو راپور د ګوند يو مشر ميا افتخار حسېن پر دې مهال وويل چې په تېرو وختونو کې هم د انتخاباتو پر مهال ځینو قوتونو دوی ته حالات خراب کړي وو چې اوس بيا هغه عمل تکرارېږي. د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د تېرې شنبې په ورځ په پېښور کې ووژل شو. ياد ګوند د نننۍ... Читать дальше...
زلمي خلیلزاد له جرمني او قطر څخه مننه کړې چې د بینالافغاني ډيالوګ کنفرانس د کوربهتوب چارې يې پر غاړه اخیستي.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې یوه کس خپله مېرمن، دوه زامن او د کورنۍ شپږ نور غړي په ډزو وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي. محمد اجمل ویلي دي چې دغه کار یې پرون په دې خاطر کړی دی چې میرمن یې له یوه بل کس سره "ناروا اړیکې" درلودې.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، ایران له اور سره لوبې کوي. دا تر هغې وروسته ده چې ایران وویل چې د غني کړو یورانيمو کچه یې د نړیوالو طاقتونو سره د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون له مخې تر ټاکل شوي حده اووښتې ده.