د نړۍ په زياتره هېوادونو کې له غرونو د بار وړلو او تګ راتګ کار ترې اخيستل کېږي. خو د لاطيني امريکا هېواد کولمبيا کې يو کلي کې خلکو د خرونو ښکلا او غږونو سيالۍ شوي. ويډيو: رويټرز خبري اژنس ايډيټ : ګل اياز
یو شمېر افغان ناروغان شکایت کوي چې په هند کې ترې ترجمانان په ډول ډول پلمو ډېرې پیسې اخلي. ترجمانان حاضر نه شول چې د ناروغانو د دغو شکایتونو پر وړاندې ځواب ووايي. تمیم اخګر هند ته تللی او د افغان ناروغانو د ستونزو په اړه یې دغه ویډیويي راپور چمتو کړی دی .
د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي چې د امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د تېرې يوې نېمې میاشتې په جریان کې د بېلابېلو ترهګري او جنايي جرمونو په تړاو یو سل او پینځه اویا تنه مجرمین نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
د خېبر پښتونخوا په سوات پوهنتون کې د نجونو زده کوونکو د لاس جوړ کړل شویو شيانو ننداره وشوه. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ ګورئ.
د پاکستان پوځ وايي دوي د لا درکو کسانو لپاره په پوځي مرکز - جي ایچ کیو - کې یوه ځانګړې څانګه جوړه کړې ده.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران اټومي فعالیتونه څېړي.
په کوټه کې د جولای پر پنځمه د پښتو اکېډمي له خوا پیل شوی درې ورځنی نړیوال پښتو کانفرنس دوام لري چې پکې د پاکستان، افغانستان او د نړۍ یو شمېر هېوادونو کارپوهان، شاعران، څېړونکي او لیکوالان ګډون لري. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د جولايي پر اوومه او اتمه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه وکړي.
د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس تور پورې کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین اود هغه دوو ملګرو د چاپې پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.