په کوټه کې د اپوزیشن له لورې د تورې ورځې په مناسبت د جولای پر ۲۵مه ولسي غونډې ته د مسلم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز، د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي، د نېنشل پارټۍ مشر ډاکټر مالک او د عوامي نېشنل پارټۍ په ګډون ګڼو سیاسي مشرانو ویناګانې وکړې. مریم نواز وویل پلار یې د اییني بالادستۍ لپاره په زندان کې دی.
د خېبر پښتونخوا د مومندو په یکه غونډ کې د قبایلي سیمو لپاره د اوبو پرمختيايي ادارې لخوا یو باراني بند جوړېږي چې۷۰ میټره جګوالی لري. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشال راډيويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې ګڼه کې درته د یو داسې پښتون ځوان خبرې در اوروو چې د رقص یا نڅا له لارې د امن پیغام خورول غواړي. دا ځوان خانزاده اسفندیار خټک دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دې ته تیار دی چې ایران ته ولاړ شي او د هغه هېواد ولس ته ووايي چې د مشرانو کړنو یې څرنګه هېواد ته تاوان رسولی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ټېلېفوني خبرو کې هوکړه کړې چې په افغانستان کې د سولې هڅې باید چټکې شي.