د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کرکټر راشد خان د کرکټ د درې واړو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوحې دوه ورځنۍ ناسته د افغان کشالې د پای ته رسولو لپاره د مسکو تر ناستې مهمه بولي.
د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاکټر فروغ نسيم وايي د اسلام اباد های کورټ لخوا خط ترلاسه کولو وروستو د احتساب عدالت جج ارشد ملک يې د کار کولو څخه ودرولی دی.
د خېبر پښتونخوا چترال ضلعې او د ګلګت بلتستان ترمنځ د شندور په غرییزه سیمه کې هر کال په جولای کې د پولو لوبې سیالۍ کېږي چې د نندارې لپاره یې د نورو هېوادونو خلک هم ورځي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
چارواکي وايي، برید د جولای پر ۱۲مه، سهار وختي د پچیر او اګام ولسوالۍ په کوز پچیر کې د قومي مشر حاجي تور په هوجره کې شوی دی.