عامر رانا وايي، که څه هم د حافظ سعید خلاف له ترهګرو سره د مالي مرستو مقدمه درج شوې ده خو په پاکستان کې د دغه ډول مقدمو لپاره ځانګړي عدالتونه نشته
د پېښور تاجرانو او دکاندارانو د زیارت په ورځ په شعبه بازار کې په بجټ کې د لګول شويو نويو تجارتي ټېکسونو پرضد احتجاجی لاریون وکړ. دوی ویل چې نوي تېکسونه نه مني او نور احتجاجونه به کوي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور
د خوست د تریزیو او علي شېرو د سرحدي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، په تېرو کلونو کې دوی ته د بیارغونې په برخه کې کار نه دی شوی او په هره برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
وقار اتل او شهزاد سلطاني ځوان هنرمندان دي او د پېښور په صدر بازار کې يې د "هنر ميوزک اکاډمي" په نوم د موسيقۍ
د جولای په څلورمه د سپینې ماڼۍ د کانگرس تر ودانۍ پورې سیمه کې به دا لمانځنې بې ساري او ځانگړي وي.
د پيښور های کورټ دوه کسيزه بينج له وفاقي او صوبايي لويو څارنوالانو په قبايلي ضلعو کې د حراستي مرکزونو او پوځي عدالتونو څه حثيت دي.
په کوټه کې هزاره ګان د موڅې یا سنګرګ په نوم یوه دودیزه بازۍ لوبې سره ډېره مینه لري او هڅه کوي چې دغه لوبه په نړیواله کچه مشهوره شي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ويډیويي رپورټ وګورئ.
. د جولایي پر دریمه د باجوړ په انات کلي بازار کي هم مظاهره وشوه چې د جماعت اسلامي ګوند پلویانو، دوکاندارانو او کاروباریانو پکې برخه واخیسته.
په خېبر ضلع کې د وسله والو پرضد د پوځي عملياتو وروسته امنيت ښه شوی دی خو هغه موسيقاران چې وسله والو ځورولې اوس هم د ويرې په چاپېرچل کې ژوند کوي. دوی باړې ته ستانه شوي دي خو کورونه يې وران دي او د موسیقۍ د پروګرامونو د نشتوالې له کبله هوټل يا ګاډۍ چلوي.
د پېسو نړیوال صندوق – ای ایم ایف – پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.