افغان کارپوهان په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ګټورې بولي. دوی وايي، دا یو ښه فرصت دی او په افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هوارولی شي.
د افغانستان ملي امنیت د کابل پوهنتون درېیم استاد هم له داعش سره د همکارۍ او سلفیت ته د ځوانانو د جذبولو په تور ونیو.
د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې ويلي، حکومت به د هغې ويډیو ساینسي معاينه کوي چې د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې د خبرې غونډې پر مهال ښودلې وه.
په دوحې کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې روانې دي. د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جولای پر اوومه له مشال راډیو سره په خبرو کې د مذاکراتو هرکلی کړی او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ویلي، له امریکايي پلاوي سره یې هم د خبرو په اووم پړاو کې زیات پرمختګ کړی دی. په دوحې کې د قطر او جرمني په کوربه توب دا خبرې پر داسې مهال کېږي چې نن طالبانو په غزني کې موټر بم ځانمرګی برید کړی چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.
امریکا د قطر په پلازمېنه دوحې کې د افغان سیاستوالانو، فعالانو او طالب استازو ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو، چې د جولای پر اوومه پیل شوې،
پاکستاني چارواکي وايي، وزیراعظم عمران خان به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په بلنه په سېپټمبر میاشت کې د هغه هېواد سفر کوي.
افغان چارواکي وايي، د جولای د اوومې پر سهار اتو بجو، د غزني ښار د مرکز د لومړنۍ حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنیت پر یوه کنډک، د موټر بم په چاودنه کې امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو ته تلفات اوړېدلي.
د پاکستان د احتساب ادارې قاضي ارشد ملک د جولای پر اوومه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پخواني وزیراعظم نواز شریف ته په العزیزیه سټیل ملز کیس