د جولای په لومړۍ نېټه، په يورپ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو د سويټزرلېنډ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تر مظاهرې ورسته، دې ادارې ته په ليکلي بڼه وويل چې پر پاکستان دې د علي وزير، محسن داوړ او دې غورځنګ نورو غړو د خوشي کولو لپاره فشار واچوي.
د افغانستان سولې عالي شورا وياند، غفور احمد جاويد د جولای په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د طالبانو دا دريځ غلط دی چې وايي افغان حکومت ځکه خبرې نه کوي چې د فېصلو د عملي کولو واک نه لري.
د عراق د کوردانو د سلیمانیې اوسېدونکی اراس نه یوازې په پښو انځورونه باسي، بلکې یو شمېر نندارتونونه یې هم جوړ کړي. د عثمان په ډېریو انځورونو کې د کوردانو د سیمې طبیعي یا قدرتي ښکلا او د هغه د ژوند دردناکه کیسه کښل شوې. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیو وګورئ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې، د کابل په ګلبهار ټاور کې د جولای پر لومړۍ نښته سهار اته نیمې بجې پیل شوې وه، د ټولو حمله کوونکو په وژنه پای ته رسېدلې. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ له دغې حملې څخه ۹۳ ټپیان کابل روغتنونو ته انتقال شوي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو ځلي بیا له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي.
د جولای پر لومړۍ نېټه د کابل له محمود خان پله سره نېږدې موټر بم چاودنه شوې چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پولیسو یو چارواکی وايي، چاودنه له دفاع وزارت سره نېږدې د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوې. د چارواکو په وینا، تر چاودنې مخکې وسله وال یوې ودانۍ ته ننوتي ول او له هغه ځایه یې پر وزارت ډزې کړې دي. وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې. ویډیويي رپورټ.
مزار شریف ته تر ورتګ مخکې د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم هغه ښار ته ورغی او د مولانا جلال الدین بلخي پر هوايي ډګر یې عارفوف ته
د کورنیو چارو وزارت ویاند له خولې چې چاودنه د جولای پر لومړۍ د محمود خان پله په ګاونډ کې د ګڼې ګوڼې پرمهال شوې ده.
امریکا او افغانستان په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې وسله والو طالبانو ته پر خپله خاوره "پټنځایونه" ورکوي.