په پاکستان کې "د بيان پر ازادۍ محدوديتونو" خلاف، خبريالان د جولای په شپاړسمه په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کوي.
د خېبر پښتونخوا صحت ادارې چارواکي وايي تر اوسه په روان کال کې په ټول پاکستان کې د پوليو وايرس پنځه څلوېښت ناروغان ثبت يا رجسټرډ شوي دي چې ډېر يې په پښتنو سيمو کې دي.
د "اسحاق خان هنري بنډار" په تازه خپرونه کې مو د پښتنو له نومیالي سندرغاړي نعیم توري سره خبرې کړې دي. دی د کورمې دی خو په اسلام اباد کې اوسي او خپل کاروبار کوي. په ویډیويي مرکه کې نوموړي ځېنې سندرې هم ویلې دي.
په خوست کې لسګونه ښځو فعالانو له افغان حکومته غوښتنه کړې چې ورته دې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون پراخه زمینه برابره کړي. دوی د جولای پر ۱۵مه په یوه غونډه کې وویل چې ګڼې ښځې تذکرې یا پېژندپاڼې نه لري. په اړه یې ویډيويي رپورټ وګورئ.
له اسلام اباده ۱۰۰ کیلومیټره لري د خیبر پښتونخوا، پنجاب او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر پوله د کوهالې نیلم پواینټ هغه سیمه ده چې په اوړي کې ګڼ سیلانیان ورځي. هلته ورغلي خلک د نیلم سیند، غرونه او شنې ونې ویني او له موسمه خوند اخلي. په ویډیو کې مو د هغې سیمې په چکر ورولو.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې پر سړک د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې له لسو زیات کسان وژل شوي او له دېرشو زیات ټپیان شوي دي.
افغانستان له څو کلونو جګړو او ناخوالو وروسته د ځان بسیاينې په لور لومړني ګامونه اخلي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي هېواد یې خبرو ته تیار دی خو که واشنګټن یې پرضد اقتصادي بندیزونه ختم کړي.
خو د خبريالانو ټولنې مشر مبارک زيب وايي دا وخت رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او ځينې ټي وي چېنلونه هم بند کړل شوي دي.
د پېښور د کوز تهکال د عیسویانو په کالونۍ کې یوه ښځه ده چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې خلکو ته لیک لوست ورزده کوي او تعلیم ورکوي. نسرین بي بي وايي، داسې یو شمېر افغان کډوالو هم ورڅخه زده کړې وکړې چې اوس هېواد ته ستانه شوي. هغې ته د پاخه عمر یوه ښځه هم د لیک لوست زده کړې ته ورځي او وايي ایله اوس یې د ارمان پوره کېدو ته وخت پیدا کړ. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په کانونو کې بیا بیا د ګېس چاودنې کېږي یا هم نړېږي چې د سکرو کانکیندونکیو اتحادیې په خبره هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي پکې مري.