Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 01.07.2025

Pa.azadiradio.com 

په ایټالیا کې د هوا د تودېدو له کبله یو تن مړ شوی دی

په اروپا کې په دې شپو ورځو کې هوا ډېره توده شوې ده. د ایټالیا په ځینو برخو کې حکومت په هغو بازارونو کې چې په آزاده هوا کې فعالیت کوي د خلکو پر کار ممنوعیت لګولی دی.په فرانسه کې ښوونځي بند دي او په اسپانیا کې جون د دې هېواد په تاریخ کې د ترټولو تودې میاشتې په توګه ثبت شو.

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه د ۵ زره افغان ماشومان ایستل؛ دا ماشومان له کومو احتمالي ګواښونو سره مخ دي؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي له ایرانه د افغان کډوالو د ستنونې په بهیر ۵ زره ماشومان له کورنیو پرته په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. یو شمېر ماشومان چې له کورنیو پرته له ایرانه ایستل شوي وايي ایراني پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

Mashaalradio.com 

په مستونګ کې د پولیسو او وسلوالو ترمینځ ډزو کې ۳ کسان وژل شوي دي

پولیس وايي په مستونګ کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي. د مستونګ د پولیسو یو افسر یونس مګسي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د جولای په لومړۍ نېټه شوې ده. د نوموړي په وینا د نامعلومو وسلوالو په ډزو یو ۱۶ کان زلمی وژل شوی دی. د دې ترڅنګ د هغوی په ډزو سرکاري ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. د مګسي په وینا وروسته چې کله پولیسو ځوابي ډزې وکړې نو په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه وسلوال ووژل شول او درې نور ژوبل شول. نوموړی وايي د پلټنې عملیات دوام لري خو تراوسه څوک نیول شوي نه دي. کومې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند او پاکستان یو بل ته د بندیانو نوملړ وسپارلو

پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو بندیانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د بندیانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمنځ په ۲۰۰۸ز کال کې د تفاهمنامې پر اساس شوې ده. د تفاهمنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي. پاکستان هند ته د ۲۴۶ بنديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پوهان وايي همېش خلیل به همېشه د خلکو په یاد پاتې وي

په ۲۰مه پېړۍ کې د پښتو ادب د سر په څيړنکارانو کې له يو څو نورو سره د همېش خليل نوم هم ياديږي. هغه په لسګونو څېړنيز اثار د پښتو لوستونکو ته ډالۍ کړي دي. همېش خليل ګڼ اړخيز شخصيت وو، هغه يوازې څېړنکار نه وو بلکې ترڅنګ یې يو ښه شاعر، کيسه ليکونکی، ژورنالیست، ژباړن، کره کتونکی، تاريخپوه او سياسي کارکن هم وو. نوموړي ترڅو کلونو پورې د پښتنو په قامي سياسي مبارزه کې د زندان سختۍ هم ګاللې دي. د شاعرۍ يې څلور ټولګې او د لنډو کيسو يې يوه مجموعه چاپ ده.

Mashaalradio.com 

هند او پاکستان یو بل ته د قیدیانو نوملړ وسپارلو

پاکستان او هند په دې دواړو هېوادونو کې د بندي پاکستانيو او هنديو قيديانو نوملړ د ډېپلوماټېکو چېنلونو له لارې له يو بل سره شريک کړ.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په لومړۍ نېټه په خپره کړې يوه خبرپاڼه کې وويل، د قيديانو د نومونو دا تبادله د هند او پاکستان ترمینځ د ۲۰۰۸ز کال د یوې لوظنامې پر اساس شوې ده. د لوظنامې له مخې، دواړه هېوادونه مکلف دي چې هر کال د جنورۍ پر لومړۍ او بيا د جولای پر لومړۍ نېټه د بنديانو نوملړ يو له بل سره شريک کړي. پاکستان هند ته د ۲۴۶ قيديانو نوملړ سپارلی چې له هغو څخه ۵۳ يې ولسي وګړي او ۱۹۳ کب نيوونکي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه وايي ایران تېره میاشت تر دوه لکو زیات افغان کډوال واپس کړي دي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي ایران په پراخه کچه له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده او یوازې په جون میاشت کې یې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان بیرته افغانستان ته لېږلي دي.یادې ادارې د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران له ستنېدونکو کډوالو ډېری برخه په زور له خپلې خاورې ویستي دي. د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضرب‌الاجل ټاکلی دی. خو د مهاجرت... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

انتظامیه د سوات سیند پر غاړه ابادۍ ړنګوي

د جون پر ۲۷مه په سوات سیند کې د سیلابي اوبو د زیاتوالي له وجې لږ تر لږه د ۱۴ کسانو له وژل کېدو وروسته انتظامیې د سیند پر غاړه جوړې شوې ودانۍ ړنګول پیل کړې دي. دوی وايي دا ودانۍ په ناقانونه توګه جوړې شوې او د سیند د اوبو د بهېدو لاره کې یې خنډونه جوړ کړي دي. بل پلو، د سیند پر غاړه د تفریحي ځایونو مالکان وايي، دوی دا ودانۍ د حکومت په اجازه جوړې کړې وې. د دوی په وینا حکومت د سېلابونو پر مهال د خلکو د ژوند د نه ژغورلو له ملامتیا د خلکو د پام اړولو په موخه دا ډول ګامونه اخلي. له سواته د مشال راډیو خبریال راپور لري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر بانکي سیستم د نړیوالو بندیزونو دوام، لوی سرخوږی یې سوداګرو ته جوړ کړی

یو شمېر افغان سوداګر وایي د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان پر بانکي سیستم لګول شویو تعزیراتو د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لاپسې زیات کړي. دوی اندېښنه وښوده چې اوس په محدوده توګه یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره راکړه ورکړه لري، خو دواړو خواوو ته پیسې د صرافۍ او حوالو له لارې انتقالوي.

Mashaalradio.com 

ډاکټر امير خسرو د ناروغۍ باوجود کتاب ليکلی دی

ډاکټر امير خسرو په سوات کې زيږدلی دی، په ساينس کې يې لوړې زدکړې کړې دي او په برتانیا کې اوسيږي. څه موده وړاندې د مازغو سرطان په ناروغۍ اخته شو. د ناروغۍ په حالت کې يې خپلې خاطرې وليکلې چې په کتابي بڼه "Whispers Through The Fog" په نوم چاپ شوې. لوستونکي وايي چې دا کتاب يې د ناول يا لنډې کيسې غوندې خوندور دی.




Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدرو موادو سره د مبارزې د کاري ډلو غونډه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوشنبې په ورځ د قطر په دوحې کې د خصوصي سیکتور د ملاتړ او له مخدره موادو سره د مبارزې په اړه د کاري ډلو غونډه پیل کړه. دا دوه ورځنۍ تخنیکي غونډه د تیر کال د جولای د غونډې د تعقیبي اقداماتو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وړاندې شويو سپارښتنو په رڼا کې ترسره کېږي. په غونډه کې د افغانستان واکمنو طالب چارواکو، غړو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او متخصصانو ګډون کړی او د دې برخو د پرمختګونو او راتلونکو لومړیتوبونو ارزونه کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې ۷ افغانان او ۲ عراقیان د انساني قاچاق په تور محکوم شول

د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اووه افغانان او دوه عراقي کوردان د بیړۍ د چپه کېدو د هغې پېښې په تور په ۷ او ۸ کاله بند محکوم کړل چې له کبله یې څو تنه پناه غوښتونکي مړه شول. یاده کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د څوارلسمې نېټې په سهار له فرانسې څخه خوځېدلې وه، چې پکې د افغانستان، البانیا، هند او سینیګال وګړي سپاره ول. په دې پېښه کې، چې د بریتانیا له ساحله څو کیلومتره لیرې وشوه، څلور کسان مړه او څلور نور ورک شول. له بې درکه شویو څخه یوازې د یوه تن جسد وموندل شو چې یو افغان نارینه وو. ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو لپاره جایزه اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" (Rewards for Justice – RFJ) په نوم د امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي، د ځای، ژغورنې او خوندي بېرته ستنېدو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی. ښاغلی حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه په افغانستان کې تښتول شوی و. محمود شاه حبیبي د کابل ښار په مربوطاتو کې له خپل موټر څخه له موټر چلوونکي سره یو ځای تښتول شوی او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له خوا نیول شوی دی. د تښتولو په مهال، نوموړي په کابل کې د یوې مخابراتي کمپنۍ د سلاکار په توګه کار کاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان: ایران یوازې په یوه میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان ایستلي

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي. د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضرب‌الاجل ټاکلی دی. خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جنوبي اروپا کې شدیده ګرمي دوام لري

د جنوبي اروپا په پراخه سیمه کې سوځنده او شدیده ګرمي خپره شوې او د روغتیا او چاپېریال ادارو خلکو ته خبرداری ورکړی دی. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې وړاندوینې ښيي هوا به په راتلونکو ورځو کې نوره هم توده شي او ګرمي به دوام وکړي. د فرانسې، ایټالیا، پرتګال او هسپانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو خپل امکانات هم چمتو کړي دي. د دوشنبې په ورځ، د هسپانیا په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۲ سانتي‌ګراده لوړه وه، او تمه ده چې د ګرمۍ دا څپه به لږ تر لږه تر پنجشنبې دوام ومومي. په ۲۰۲۲ کال کې هم هسپانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین بې ساری وباله

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له ایرانه د بې اسنادو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د بې ساري زیاتوالي خبرداری ورکړی او ویليیې دي چې یوازې په جون میاشت کې له ۲۵۶ زرو  ډیر افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل له ایران سره بلې احتمالي جګړې ته تیاری نیسي

څه کم یوه اوونۍ وروسته له هغه چې د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند اعلان شو، اسراییلي رسنیو ادعا کړې چې د دغه هېواد پوځ او حکومت یو ځل بیا له ایران سره د بلې احتمالي جګړې لپاره چمتووالی پیل کړی دی. د پوځي صنعت فابریکې په چټکۍ سره د وسلو تولید زیاتوي او د راتلونکو کلونو لپاره د تولید پراخولو پلانونه روان دي. په ورته وخت کې، د ایران جګپوړو سیاسي مشرانو او پوځي قومندانانو ویلي چې پر اوربند باور نه لري. د اسراییل اقتصادي وېب‌پاڼې "کالکالیست" د جون په ۲۹ په یوه راپور کې ولیکل، د اسراییل دفاعي بنسټونو دا... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus