Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 26.07.2025

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند په پېښور کې قامي امن جرګه وکړه

د جولای پر ۲۶مه د پېښور په باچا خان مرکز کې په قامي امن جرګه کې د عوامي نیشنل ګوند ترڅنګ د نورو ګڼو ګوندونو استازو هم ګډون وکړو. وروسته پر ۲۸ نکاتو مشتمله اعلامیه هم ولوستل شوه چې ځیني نکات یې دا دي: د مولانا خانزېب د وژنې دې عدالتي پلټنې وشي. ریاست دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې امنیت پر ځای کړي. په قبایلي سیمو کې دې نور عملیات دې نه کېږي. د معدنیاتو اېکټ یا قانوني لایحه په هېڅوک صورت کې نه منو. د ښو او خرابو طالبانو ترمینځ دې توپیر ختم کړل شي. پر نیشنل اېکشن پلان دې عمل وشي. د جبري لادرکیو مخه دې ونیول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د نیول کېدو او شړلو وېره له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو اصلي لامل دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د نیول کېدو او شړلو وېره په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو اصلي لامل دی.

Mashaalradio.com 

اوکراين او روسيې پر يو بل تازه ډرون بريدونه کړي دي

روسي ځواکونو د جولای ۲۵مې او ۲۶مې په منځنۍ شپه د اوکراين په دنېپرو او خارکييف ښارونو تازه بريدونه کړي دي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. بلخوا اوکراين هم د روسيې پر ستاوروپول سیمې ډرون بريدونه کړي دي. د اې پي او رويټرز اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي نړۍ یوه پلاوي کابل ته په سفر کې د دیني علماو پر تعامل او علمي بحثونو ټینګار کړی

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې یوه پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د " مسلمانانو لپاره پر ارزښتمنو" مسلو خبرې کړې دي. دوی دا مسلې د دیني علماو ترمنځ متقابل تعامل، د دوی ترمنځ د علمي بحثونو پیاوړتیا او د مسلمانانو ترمنځ د همغږي زیاتول یاد کړي دي. د دغه پلاوي مشر محمد بن عدالکریم العیسی نن شنبه تر خپلو لیدو کتو وروسته د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډ ویډیویي پیغام کې د دې ډول لیدو کتو پر دوام ټینګار کړی دی. په دغه څه باندې شپږ دقیقه یي ویډیویي پيغام کې که څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زاهدان ښار کې پر محکمې برید کې د بریدکوونکو په ګډون ۹ تنه وژل شوي

د " جیش العدل" ډلې غړو د ایران سیستان بلوچستان ولایت کې پر یوې محکمې برید کړی چې ۶ تنه یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي. د ایران د سپاه پاسدران د عامه اړیکو څانګې نن شنبه په زاهدان ښار کې له شوې دغې حملې څو ساعته وروسته د مرګ ژوبلې دا شمیرې خپرې کړې دي. برید کې د لږ تر لږه ۳ حمله کوونکو د وژنې راپور هم ورکړل شوی دی. د ایران قضایه قوې دا برید " ترهګریز" بللی دی. جیش العدل د برید مسولیت منلی دی. دغه ډله چې ایران او امریکا یې د " ترهګرو" په توګه پيژني ادعا کوي چې د بلوڅ لږکیو د حقونو د دفاع په خاطر د ایران له حکومت سره جګړه کوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال کډوال د اروپا لپاره لوی ګواښ بللی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د پنځه ورځني سفر په موخه سکاټلنډ ته رسیدلی دی. هغه به د یکشنبې په ورځ د بریتانیا له صدر اعظم کایر سټارمر او د اروپایي کمیسیون له مشرې اورزلا فون دیرلاین سره وګوري. هغه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، کډوال د اروپا لویه وچه " وژني" او په خبره یې اروپایي هېوادونه په ګډه باید د کډوالو مخنیوي ته کار وکړي. د جرمني ډي.پي.اې اژانس وایي، د سکاټلنډ په ایدینبورګ او ابیرډین سیمو کې د ډونالډ ټرمپ د سفر په ضد مظاهرې هم پلان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسولو چاره پيل کړې

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر وایي، دوی به د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي. دا وروسته تر دې چې اسراییل د جمعې په ورځ وویل، دوی اجازه ورکوي چې هېوادونه جګړه ځپلې غزې ته د هوا له لارې خوراکي مواد واچوي. بریتانوي چارواکو ویلي، دوی له مخکې له اردوني چارواکو سره په تماس کې شوي چې غزې ته د خوراکي موادو رسول اسانه کړي. بریتانیا ویلي، دوی د هغو فلسطیني ماشومانو درملنې ته هم چمتو دي چې جګړه کې ټپیان شوي دي. د بریتانیا پر صدر اعظم د پارلمان د ۲۲۱ غړو له خوا فشار دی چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اورکزو مشرانو د ممکنه عملیاتو پر مهال له کډو کولو انکار کړی دی

د جولای په ۲۵مه په ډبوري سیمه کې د اورکزو د ټولو قامونو مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو او ځوانانو د امن لپاره جرګه وکړه. په دې موقع مشرانو وویل، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ولس د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې زیانونه ویني. دوی وايي، نور یې څوک د عملیاتو په نوم کډو کولو ته نه شي اړویستلی. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او امنیتي ځواکونه وايي، د امنیت راوستلو لپاره د وسلوالو پر ضد عملیات اړین دي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د هند پولیسو د یوه (جعلي سفارت) څښتن نیولی

د هند پولیسو نوي ډیلي ته نژدې په اتراپردیش کې هغه ۴۷ کلن کس نیولی چې د خلکو د غولولو او غلا لپاره یې جعلي سفارت جوړ کړی و. پولیسو ویلي، هارش واردان جین د خپلو چارو لپاره یو کور کرایه کړی و او له خلکو یې په دې پلمه پیسې اخیستې چې ګواکې بهرنیو کمپنیو کې ورته د کار زمینه برابروي. نوموړي ځان " د شمالي قطب د لویدیځ " سفارت مشر معرفي کړی و او خپلو موټرو ته یې جعلي ډيپلوماتیک نمبر پلیټونه نصب کړي وو. هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر ټولنیزو پاڼو د هند له مشرانو سره جعلي انځورونه هم خپرول. پولیسو د دغه... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

۱۷ کلن ایان د زده کړو تر څنګ کاروبار هم کوي

د پېښور د اېډورډز کالج زده کوونکی کېکونه جوړوي، پر خپل برېښنايي سکوټر یې حیات اباد ته لېږدوي او هلته یې خرڅوي. دی وايي، ځوانان د کاروبار او نوښتونو ډېرې موقعې لري خو باید زیار وباسي. نور په لنډ ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او اسراییل مشران وايي، حماس د اوربند پر موافقې خبرو ته لېوالتیا نه لري

د امریکا ولسمشر او د اسراییل صدراعظم وايي چې د غزې د اوربند د موافقې په اړه په خبرو کې د نه پرمختګ یادونه کوي او وایي چې د حماس ډله له دې توافق سره هېڅ دلچسپي نه لري. له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې د غزې کابو په درو کې یوه برخه خلک له څو ورځو راهیسې هېڅ خواړه نه لري. د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳مه) خبریالانو ته وویل: «حماس واقعاً علاقه نه درلوده چې موافقه وشي. داسې ښکاري چې هغوی مرګ غواړي، او دا واقعاً ډېر بد وضعیت دی.» ښاغلي ټرمپ زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګډ امنیتي تړون غړیو له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پر لارو چارو د خبرو لپاره غونډه وکړه. انټرفکس خبري اژانس د دې سازمان د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې وویل چې په دې غونډه کې، چې د ګډ امنیتي تړون په دارالانشاء کې جوړه شوه، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا او تجهیز خبرې وشوې. په غونډه کې د افغانستان په پوله کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو د لیست په اړه هم بحث وشو. سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د منځنۍ اسیا هیوادونو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus