Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 06.07.2025

Pa.azadiradio.com 

بېنټ؛ د روسیې له لورې د طالبانو د حکومت د رسیمت پیژندلو پریکړې ناهیلې کړی یم

د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په وړاندې د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، د روسیې دغه پرېکړې ناهیلی کړی او دا اقدام یې اندېښمنونکی بللی دی. نوموړي پرون د جولای په ۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، طالبان باید تر هغه وخته عادي ونه بلل شي چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې پایښتي او د تایید وړ پرمختګ نه وي کړی. ښاغلي بینیټ ټینګار کړی چې د روسیې دغه پرېکړه یو خطرناکه بېلګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د محرم لسمه د عاشورا ورځ ده، شعیه ویرکوونکي ادعا کوي چې طالبانو د امنیت په نوم د دوی پر مراسمو محدودیتونه لګولي دي

د محرم میاشتې لسمه د عاشورا ورځ په پلارمینې کابل کې هم شعیه ویر کونکو نمانځلي. خو یو شمیر دوی تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت د امنیت په نوم په مراسمو محدودیتونه لګولي دي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې په لوړ غږ د مرثیو په خپرولو او د خیمو او تورو بیرغونو د لګولو په ګډون د مراسمو په بېلابیلو بڼو محدودیت هغه څه دي چې د سږ کال د عاشورا مراسم یې پیکه کړي دي. په کابل کې یو شیعه ویر کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، "طالبانو د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ګوندونه وايي حکومت بلوچستان پوهنتون کې د مورنیو ژبو څانګې بندول غواړي

په بلوچستان کې یوشمېر ګوندونو دعوه کړې چې صوبايي حکومت د پښتو، بلوڅۍ او براهوۍ څانګې تړل غواړي. دوی وايي، له دې سره به د مورنیو ژبو زده کړو او په اړه یې څېړنو ته لوی زیان ورسوي. د بلوچستان حکومت لا د ګوندونو دې دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د بلوچستان پوهنتون چارواکي وايي چې حکومت لا ورته داسې امر نه دی کړی. تفصیل په دې رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د محمود شاه حبیبي د نیول په اړه ضدنقض ادعاوي، کورنۍ يې وايي د طالبانو په بند کې دی خو طالبان يې ردوي

د طالبانو حکومت د ویاند له دې خبرې ورسته چې د دوی اړوندو ادارو د افغاني الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د عریضي پر بنسټ څیړنه کړې او نوموړی ورسره نشته، د حبیبي ورور ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د دوی هیڅ کومه عریضه نه ده منلې او ور مسترد کړې یې ده. احمد شاه حبیبي د شنبې په ورځ (د جولای پنځمه) ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، "زما ورور له دوی (طالبانو) سره دی او د دوی په بند کې دی او دوی یې باید برخلیک معلوم کړي، موږ خو طالبانو کې عریضې ډېرو ځایونو ته کړي خو له بده مرغه دوی زموږ عریضې نه دي منلي او... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ایران کې له افغانانو او لږکیو سره د ناوړه چلند درولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نیول شویو کسانو د قضیو چټکولو په اړه د ایرانیو چارواکو پر بیانونو هم زښته اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي چې له دې سره هغه کسان د مناسب قانوني بهیر له ترسره کېدو پرته د اعدام یا سزا له لا زیات خطر سره مخامخ شوي دي.

Mashaalradio.com 

مینا ګل خپله معذوره د ژوند په لاره کې خنډ نه بولي

۲۲ کلنه مینا ګل د ګوزڼ (پولیو) له وجې په یوه پښه معذوره ده خو نوموړې وايي، خپله معیوبي د ژوند د لارې خنډ نه بولي او د لاسي صنایعو، درزیتوب (خیاطۍ) تر څنګ د سینګارتوکو جوړولو زده کړو ترلاسه کولو وروسته اوس د معذورانو په یو مرکز کې نورو نجونو او ښځو ته تعلیم ورکوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

د هند او پاکستان ترمینځ وروستۍ جګړې هنرمندان او فلمستوري هم ځپلي دي

هند او پاکستان دیوال شریک ګاونډیان دي خو اړیکې یې تل خړې پړې پاتې شوې دي. د دوی ترمینځ روان کال د ترسره شوې جګړې نه پس د دواړو خواوو هنرمندان او د فلمي صنعت سره تړلي کسان هم اغېزمن شوي دي. یو شمېر پاکستاني اداکاران او هنرمندان وايي د پولې هغې غاړې ته په هند کې یې د کار پر ننداره بندېزونه لګول شوي دي. هند وايي د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې د پاکستاني هنرمندانو او اداکارانو پر کارونو بندېز لګولی دی. نور حال په دې راپور کې چې فرانس پرېس اژانس، ایسوشېټېډ پرېس او د رویټرز له ویډیوګانو جوړ شوی دی:

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل او ایران د جګړې له پیل راهیسې د ایران مشر د لومړي ځل لپاره عام محضر کې ولیدل شو

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د ایران او اسراییل له جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره پرون ماښام ( د چنګاښ ۱۴مه) په عام محضر کې ولیدل شو. د رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیوګانو پر اساس خامنه یی د عاشورا شپې د عزادارۍ په مراسمو کې لیدل شوی دی. خامنه یي د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیله تراوسه د عامو خلکو له سترګو پټ و او دې موده کې یې یوازې ۳ ویډیویي پيغامونه خپاره کړي دي. د ایران او اسراییل د جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دوی ته د خامنه یي د پټې ځای معلوم دی، خو په خبره یې دوی یې د وژلو نیت نه لري.

Pa.azadiradio.com 

ایلان ماسک د ( امریکا ګوند) په نوم سیاسي حزب اعلان کړ

د امریکا د ولسمشر یوه پخواني ملګري او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلن ماسک د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړولو خبر ورکړی دی. ماسک د " امریکا ګوند" په نوم د خپل سیاسي حزب د جوړولو هدف د متحده ایالاتو د ده په ټکو " یو ګوندي سیستم" ننګول یاد کړي دي. ماسک دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د جمعې په ورځ یې په یوه انلاین څیړنه کې له خلکو وغوښتل چې ایا غواړي امریکا کې د دوو ګوندونو یا د ځینو په باور د یوه ګوند انحصار پای ته ورسوي. دغه ګوندونه له شاوخوا دوه پیړیو راهیسې پر امریکا حاکمیت کوي. تراوسه معلومه نه ده چې د ماسک... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

تکزاس کې ویجاړونکو سیلابونو ۴۳ تنه مړه کړي

د امریکا په تکزاس کې د ویجاړونکو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۴۳ تنه مړه شوي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس نن یکشنبه لیکلي چې په مړو شویو کې ۱۵ ماشومان شامل دي. د ژغورنې ډلو پرون شنبه د ۲۷ هغو نجونو لټه کوله چې د یوه سیند پر غاړه یې کمپ وهلی و. دغه نجونې تري تم شوي او تراوسه یې د مړي-ژوندي حال نه دی معلوم. تکزاس کې سیلابونه د جمعې په ورځ پيل شوي او دغلته د یوه لوی سیند د اوبو کچه ۸ متره لوړه شوې ده. د تکزاس والي ګریګ ابوټ ( Greg Abbott ) په یوه خبري کانفرانس کې دا وضعیت په ایالتي کچه یو ناورین یاد کړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې لپاره د طالبانو سفیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته باور لیک سپارلی

په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن پرون شنبه د خپل باور لیک یوه کاپي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری یوریویچ رودنکو ته سپارلې ده. دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په روسیه کې د خپل سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د باور لیک اصلي متن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني کې د پنا غوښتنې قضیې سږ کال سمې نیمایي کمې شوي، یو لامل یې د پولو سخت کنټرول دی

جرمني کې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ نیمایي کې د پنا اخیستنې قضیې د تیر کال همدې مودې پرتله نژدې پنځوس فیصده کمې شوې دي. د جرمني د کډوالو او پناغوښتونکو ادارې ویلي، په دې موده کې افغانانو تر ټولو ډیرې د پنا غوښتنې ورکړي او ور پسې بیا د سوریې او نورو هېوادونو اتباع دي. د جرمني خبري اژانس (ډي.پي.اې) د شنبې په ماښام لیکلي د ۲۰۲۵ کال له پيله د جون تر وروستۍ نیټې نژدې ۷۳ زره کډوالو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې، تیر کال دې موده کې دا شمیر څه باندې ۱۳۲ زره و. د پنا غوښتنې په شمیر کې د کموالي اساسي لاملونه د جرمني په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته د ملګرو ملتونو اندیښنې، کډوال وایي، بدې ورځې ګالي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ایران کې د افغان کډوالو او مذهبي او قومي لږکیو په وړاندې پر شته تبعیض، تاوتریخوالي او د هغوی په  نیولو اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغو کارپوهانو په راپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې سلګونه افغانان او د مذهبي اوقومي  لږکیو غړي د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus