م.م: سږ تر تر یو میلیون او ۴۰۰۰۰۰ زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي چې سږ کال تر دې دمه تر یو میلیون او څلور سوه زره زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په زور شړل شوي دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې له دې امله د بشري ناورین کچه نوره هم ژوره شوې، ځکه منابع ورځ تر بلې کميږي. د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ په وینا، بېرته ستنو شویو کډوالو، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ګرځېدلي، د افغانستان پر زیانمن شویو زېربناوو له حده زیات فشار راوړی دی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې نړیواله مرسته هم کمه شوې ده. Читать дальше...