Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 20.07.2025

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځو ولې چادرې په سر کړو په نوم کمپاین پیل کړی

پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه پر انسټاګرام د Woman Post په نوم د ښځو له خوا "ولې باید چادري په سر کړو، موږ قوي ښځې یو" کمپاین پیل شوی چې په زرهاوو ښځې ورسره یو ځای شوي دي. له دغه اعتراضي کمپاین سره په تیرو ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۳۰ زره ښځې له هغې ډلې د افغانستان نوموتې سندغاړې، لوبغاړې او هنرمندانې یو ځای شوي دي. د دغې کمپاین یوې غړې او د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي ازادي راډیو ته وویل، "طالبانو افغانې ښځې مجبوره کړې چې چادري واغوندي او تر شا يې پټې شي، خو موږ داسې نه یو، موږ ازاده او پرمختللې ښځې یو". Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني کې میشتو افغانانو په یوې ناسته کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې

د جرمني په کولن ښار کې میشتو افغانانو د ملي مرکې په نوم په یوې ناسته کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج انديښنه ښودلې ده. دا ناسته چې پرون شنبې د پخوانیو سیاسیون، علمي، ټولنیزو شخصیتونو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه، موخه يې د افغانستان د روان وضعیت ارزونه، د افغانانو یووالی او له افغانستانه بهر د سولې په بهیر کې د افغانانو رول وو. د ناستې ګډونوال ویلي، په ایران او پاکستانه له افغان کډوالو سره د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف چلند کیږي او له دواړو هېوادونو يې غوښتي چې دغې وضعیت ته د پای ټکی کیدي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کوز دیر کې د ناامنۍ پر ضد لویه جلسه شوې ده

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې سیاستوالانو او ولسي مشرانو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده. د جولای پر ۲۰مه په میدان کې د "امن پاڅون" په نوم جلسې ته سلګونه وګړي ورغلي ول. ویناوالو پر حکومت غږ وکړ چې امنیت دې ټینګ کړي خو د وسلوالو پرضد د پراخ عملیات نه کوي. صوبايي حکومت وايي، امنیت ته ژمن دی او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی. نور په دې رپورټ کې.

Mashaalradio.com 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر "مهمو موضوعاتو" د خبرو لپاره کابل ته تللی دی

له نقوي سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم د سفر ملګری دی. هغه له نورو معلوماتو ورکولو پرته مشال راډیو ته وویل، نقوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره پر "مهمو موضوعاتو" خبرې کوي.

Mashaalradio.com 

 امیر خان متقي وايي له ایرانه "په ډېر شدت" د افغانانو ایستل "ځوروونکی" عمل دی

نوموړي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، د طالبانو حکومت په بیا بیا د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو غوښتي دي چې افغانان دې "په تدریج" هېواد ته ستانه کړي، خو داسې و نه شول.

Mashaalradio.com 

معذوران وايي په ځانګړو څوکیو هم دندې نه شي ترلاسه کولای

په خیبر پښتونخوا کې د معذورۍ ښکار کسان وايي، د ټولنې د وګړو د ناسمې رویې تر څنګ د حکومت له پامه هم بې برخې دي. دوی وايي، په ځانګړو څوکیو هم دندې نه شي ترلاسه کولای او په ګاډو کې په تګ راتګ کې هم له ستونزو سره مخامخ دي. پر دې موضوع تفصیل په دې ځانګړې خپرونه کې.

Mashaalradio.com 

اېن ډي اېم اې راتلونکې اونۍ د پشکال ورښتونو له وجې د سېلابونو خبرداری ورکړی دی

اېن ډي اېم اې د جولای پر ۱۹مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د کوټې، زیارت، شېرانیو، ژوب، بوري (لورالايي)، کلات، خضدار او سېوۍ په ګډون د بلوچستان او سیند په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو امکان دی.

Mashaalradio.com 

له ایرانه ایستل شوي افغانان د سرپناه او روزګار په لټه دي

په کابل کې له ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ شوی. هلته مېشت افغانان وايي، ډېر کلونه په ایران کې اوسېدل او په خپل هېواد کې ځمکه نه لري، نو نه پوهېږي چې چېرې ژوند بیا پیل کړي. دوی داراز، د روزګار موندلو هڅه هم کوي. شاوخوا څلور کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هېواد اقتصاد خورا خراب شوی او د کار موقعې پکې کمې شوې دي. ایران له تېرې میاشتې راهیسې د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک کړی دی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.




Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي. ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل. د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي. په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل. ټرمپ دا څرګندونې داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده. رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو. په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې. د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د ستنېدونکو بې ساري څپه، طالب چارواکي له کوربه هېوادونو غوښتنې لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، کوربه هېوادونه باید افغان کډوالو ته د خپلو حسابونو د تصفیې او املاکو د خرڅلاو یا لېږد لپاره وخت ورکړي. متقي دغه څرګندونې پرون شنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له لوی کمشنر فلیپو ګراندي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي. وړاندې تر دې له ایران او پاکستانه ایستل شویو یوشمیر افغانانو ویلي، د کور توکي او جایدادونه ترې پاته دي او د نیولو پر مهال یې پولیس غږ نه اوري. متقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی حکومت تر خپلې وسې د اخراج شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شپږیزې لیګ دویمه ورځ، له غرمې مخکې بند امیر او مس عینک سیالي کوي

د افغانستان د کریکټ په شپږیزه لیګ کې نن یکشنبه په دویمه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي. لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده. له غرمې وروسته دویمه لوبه د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده. د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه. دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.

Pa.azadiradio.com 

سبا افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پيلیږي، خو د تطبیق څرنګوالي ته یې اندیښنې شته

په افغانستان کې د پولیو واکسین نوی سراسري کمپاین د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۱مه) پیلېږي. خو ځینې کورنۍ وايي وروسته له هغه چې د واکسین بهیر له کور په کوره، کليو ته  بدل شوی، د دوی ماشومان له واکسینه محروم پاتې شويدي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus