د نن ورځې مهم خبرونه له فریدې سیال سره
د نن ورځې مهم خبرونه له فریدې سیال سره
د نن ورځې مهم خبرونه له فریدې سیال سره
اسراییلو ویلي دي چې د غزې په ځینو برخو کې هره ورځ د ۱۰ ساعتونو لپاره خپل عملیات دروي او د نویو دهلېزونو له لارې به د تړانګې اوسېدونکو ته د مرستو د لېږد اجازه ورکړي.اسراییلو دا اعلان د جولای پر ۲۷مه پر داسې مهال کړی دی چې د لوږې ښکار فلسطینیانو انځورونو نړۍ ته ټکان (صدمه) ورکړی دی. رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو د اسراییلي پوځ په حواله ویلي، تر بلې خبرتیا پورې په المواصي، دیرالبح او غزه ښار کې پوځي عملیات د سهار له ۱۰ څخه د ماخوستن تر اتو بجو پورې دروي. پوځ داراز ویلي چې د جولای له ۲۷مې څخه د خوړو... Читать дальше...
یو شمېر کابل میشتې نجونې او میرمنې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د نیونو لړۍ چټکه کړې او د هغوی پر ژوند او له کوره بهر تګ راتګ باندې محدودیتونه یې زیات کړي دي.
د ایران ولسمشر ویلي که مناسب شرایط برابر شي چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي او په خبره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي. مسعود پزشکیان د ایران د بهرنیو چارو وزارت له کارکونکو سره په یوه غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو او همکاري د پراختیا ملاتړ کړی. پرون د جولای په ۲۶ په هغه اعلامیه کې چې د ایران د ولسمشر د دفتر له لوري خپره شوې راغلي چې نوموړي د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړتیا ټینکګار کړی او ویلي،" له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د اصلاح او ښه کولو له لارې به لوی او اغېزمن کارونه ترسره شي". Читать дальше...
حکومتي بیان زیاتوي چې اعلاوزیر بګټي وویل، "دولتي ادارې" په بلوچستان کې د امنیت لپاره په "پوره همغږۍ" کار ته دوام ورکوي.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۰، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو شاوخوا پینځو کلونو کې د څارویو فارمونه زیات شوي دي او کاروبار یې وده کړې ده. د مېښو او غواګانو د فارمونو مالکان وايي، په دې کاروبار کې ډېره ګټه ده خو کار یې سخت دی او پوره توجه غواړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د افغان کډوالو چارو کې باید له پوره دقته کار واخیستل شي چې په خبره یې افغانانو سره منفي ذهنیت پيدا نه شي. هغه ویلي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې. دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي او هلته د پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند شکایتونه هم شوي دي. په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه ( د زمري ۴مه) ویلي چې پزشکیان د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په خبرو کې افغانستان یو " ملګری ګاونډی" یاد کړی. هغه... Читать дальше...
د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي. پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته د پولیسو منګولو ته لویدلی دی. تراوسه د پیښې انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي. د جرمني خبري اژانس لیکلي، ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د اسراییل پوځ وایي، له تیرې شپې راهیسې په غزه کې د هوا له لارې د مرستې اچولو چاره پيل شوې ده. پوځ له دې اعلان سره همهاله ویلي چې غزې ته د مرستې رسولو لپاره به د ملګرو ملتونو کاروانونو ته هم یو بشري دهلیز پرانستل شي. معلومه نه ده چې د هوا له لارې د غزې په کومو سیمو کې څه اندازه مرستې اچول کیږي، خو د اسراییل پوځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې مرستو کې اوړه، بوره او په ډبیو کې پاخه شوي خواړه شامل دي. غزې ته د مرستو رسولو چاره داسې مهال پيل شوې چې ملګرو ملتونو ویلي، د دغې تراړې شاوخوا دوه میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د کریکټ د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي. فرانس پریس ویلي، د جام تنظیمونکو پرون شنبه ( د زمري ۴مه) دغه اعلان داسې مهال وکړ چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي لانجو دغه جام له بې برخه لیکۍ سره مخامخ کړی و. دغه جام کې چې د راتلونکې سپټمبر له ۹مې تر ۲۸مې دوام کوي، دوه سیال هېوادونه هند او پاکستان هم سره مخامخیږي او دغه هېوادونه په ( اې ګروپ) کې له کوربه اماراتو او عمان سره په یوه ډله کې دي. د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله هم دغه جام کې لوبېږي.
د طالبانو په زندان کې د یوې برتانوي جوړې اولادونو خبرداری ورکړی چې د مور او پلار روغتیايي حالت یې "نور هم خراب" شوی او ښايي هماغلته مړه شي. ګارډین ورځپاڼې د باربي او پیټر رینالډز د زوی جوناتن رینولډز په حواله راپور ورکړی چې د پیټر لاسونه او پښې تړل شوي او پرې مغزي حمله هم راغلې ده.