Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 12.07.2025

Pa.azadiradio.com 

د سربرینیڅا د نیمه خوا میندو نهیلۍ

هیله تر کومه وخته ژوندۍ پاتې کېدلی شي؟هغه مور چې د سره برینیڅا په نسلوژنه کې یې د خپل زوی جسد ونه‌موند، له دنیا لاړه. نژدې درې لسیزې وروسته له هغه چې د بوسنیا په سربرینیڅا کې نسل‌وژنه وشوه، ګڼې کورنۍ لا هم د دردناک حالت په برزخ کې ایسارې دي – د خپلو عزیزانو د جسدونو په لټه کې، چې نه موندل کېږي، او د عدالت په تمه دي. هاجرا کاتیچ، یوه له هغو میندو څخه وه چې خپل ټول ژوند یې د ورک شوي زوی په لټه کې تېر کړ، خو ارمانجنه مړه شوه. د ۱۹۹۵ کال د جولای د میاشتې په دې نسل‌وژنه کې، تر ۸۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول. هاجرا کاتیچ، د نهاد نینو کاتیچ مور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو تایید کړه چې د اسراییل د برید په ترڅ کې یو شمېر بندیان تښتېدلي

ایراني چارواکو تأیید کړې چې په تهران کې د اسرائیل د برید پر مهال، یو شمېر بنديان د ایوین له زندانه تښتېدلي دي. د ایران د قضائیې قوې ویاند، اصغر جهانګیري، نن شنبه، د سرطان ۲۱مه وویل: «محدود شمېر بندیان شاوخوا درې اوونۍ مخکې تښتېدلي دي»، خو هغه د تښتېدلو بنديانو کره شمېر ونه ښود. جهانګیري همداراز تأیید کړه چې پر ایوین زندان د اسراییل په برید کې ۷۱ کسان ووژل شول چې د هغو په منځ کې ۵ بندیان هم شامل وو. اسرائیل دغه برید چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځني جنګ په ترڅ کې وشو، یو «سمبولیک برید» وباله چې د ایران د حکومت پر ضد ترسره شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپل ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر ۱۳۰۰ ډېر کارکوونکي له دندو لیرې کړي دي. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پروګرام یوه برخه ده چې غواړي حکومت کوچنی او اغېزمن کړي. منتقدان وایي دا تګلاره به د امریکا د مشرتابه نړیوال موقف کمزوری کړي او له بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې وړتیا به یې زیانمنه کړي. د هغو کسانو په منځ کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا یې د برطرفۍ لیکونه ترلاسه کړي، ۱۱۰۷ امریکايي کارکوونکي او ۲۴۶ بهرني کارکوونکي شامل دي چې په امریکا کې یې دنده ترسره کوله. د دې پرېکړې په غبرګون کې، لسګونو کسانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د هند څیړنیزه ادارې د تېلو بندېدل د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو لامل ښوولی

په هند کې د الوتکو د حوادثو د څېړنې ادارې (اې بي ای) د جولای پر ۱۱مه د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو لومړنۍ څېړنې خپرې کړې چې ورکې راغلي، د جون پر ۱۲مه له احمد اباده لندن ته روانه الوتکه ځکه نسکوره شوه چې د الوت پر مهال یې ناببره تېل بند او ماشینونه ګل شول. دوی د الوتکې په تور صندوق کې د پیلوټانو ترمینځ له وروستیو خبرو دې نتیجې ته رسېدلي دي. د ایرانډیا الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۲۶۰ کسان وژل شوي وو. نور حال د هندیو او نړیوالو سرچینو له وېډیوګانو نه جوړ په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په خیبرپښتونخوا کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو والوزول شوه

نا پېژاندو وسله والو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نجونو لپاره د یو جوړېدونکي ښوونځي ودانۍ د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړه کړې ده. په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د جمعې په ورځ وویل، په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه چې د چاودنې پر مهال ودانۍ خالي وه. دا چاودنه د بنو ولسوالۍ د بکه خېل د «اذان جاوېد» په ایتداییه ښوونځي کې شوې ده. تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ناټو اوکراین ته د هوايي دفاع پیټریاټ سیستم ورکوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د ناټو له لارې د وسلو یوه بسته، چې پکې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیسټمونه هم شامل دي، واستوي. ټرمپ د امریکا له سي پی ایس تلویزیوني چاینل سره په خبرو کې وویل: «موږ به پېټریاټ سیسټمونه ناټو ته ورلېږو، او بیا به ناټو دا وسلې ووېشي.» هغه زیاته کړه چې د دغو سیسټمونو لګښت به ناټو پرې کوي. د پېټریاټ سیستم کولای شي د د ډېر شمېر هوايي بریدونو، په ځانګړي ډول د پرمختللو بالستیک توغندیو، مخه ونیسي. دا سیستم د نړۍ له غوره دفاعي وسایلو څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اعتراف په بدل کې د خالد شیخ محمد د نه اعدامېدو پرېکړه رد شوه

د امریکا د استناف یوې فدرالي محکمې د جمعې په ورځ هغه هوکړه لغوه کړه چې له مخې یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د تروریستي بریدونو اصلي طراح، خالد شیخ محمد، ته د اعتراف په بدل کې د اعدام له سزا څخه د ژغورنې امکان برابرېده. خالد شیخ محمد، چې د اسامه بن لادن نژدې ملګری بلل کېږي او په پراخه کچه د ۹/۱۱ د بریدونو اصلي معمار ګڼل کېږي، د ۲۰۰۳ کال د مارچ پر ۱مه نېټه په پاکستان کې ونیول شو او بیا د ګوانتانامو مشهور زندان ته ولېږدول شو. په واشنګټن ډي‌سي کې د فدرالي استیناف محکمې درې کسیز پلاوي دا پرېکړه وکړه.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اروپايي اتحادیې کې تر نویو زېږدلو د مړو شویو شمېر بیا هم لوړ دی

په اروپا اتحادیې کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې هر کال د مړینو شمېر تر نویو زېږېدلو ډېر ثبت کېږي. خو له دې سره سره مهاجرت یوازینی عامل دی چې په دې لویه وچه کې د وګړو شمېر زیاتوي. د جمعې په ورځ د یوروستات (Eurostat) له‌خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د مهاجرت له امله د اروپا د اتحادیې نفوس تېر کال یوې نوې لوړې کچې ته رسېدلی او ۴۵۰.۴ میلیونو ته لوړ شوی دی. یوروستات وایي: «د نفوس په وده کې تر ډېره هغه زیات شوي مهاجرتي حرکتونه رول لري چې د کرونا وبا له پای ته رسیدو وروسته رامنځته شول.» په ۲۰۲۴ کال په اروپايي اتحادیې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پوځ او اتمانزو ترمینځ جرګه کامیابه شوه

د اتمانزیو مشران وايي د جولای پر ۱۱مه دوی په شمالي وزیرستان کې د پوځ له یو مشر مېجر جنرل عادل افتخار وړایچ سره جرګه وکړه چې پکې دوی غوښتنه وکړه چې پوځ دې د اوس لپاره په سیمه کې عملیات نه پیلوي او ورته دې دوه میاشتې وخت ورکړي چې پکې هغوی د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو سره خبرې وکړي او هغوی امن ته راوبولي. مشران وايي پوځ یې غوښتنه ومنله. په میرامشا کې د پوځ یو افسر هم مشال راډیو ته وویل چې د اتمانزیو مشرانو غوښتنې منل شوې دي. د اتمانزیو د جرګې ویاند مفتي کفایت الله مشال راډیو ته... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوې محکمې د افغانانو د موقت خوندیتوب حالت د لغوه کېدو ځنډ رد کړ

د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغان وګړو لپاره د «موقتي خونديتوب حالت» (TPS) د لغوه کېدو د ځنډ غوښتنه رد کړه. د محکمې د دې پرېکړې معنا دا ده چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۴مې نېټې وروسته، ډېری افغانان ښايي د کار اجازه له لاسه ورکړي او له ایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ شي. دغه پرېکړه د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ، وکړه. هغه وویل، که څه هم قانوني قضیه لا هم روانه ده، خو د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي. دا حکم نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو اغېزمن کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کندهار ډرېوران خپل ټیکسي ګاډي په سولر کولرو یخوي

د ګرمۍ له زیاتېدو سره د افغانستان په کندهار ولایت کې ډرېورانو په خپلو ټیکسيانو کې د لاس جوړ کولر پکي لګولي دي چې په لمرینه برېښنا او بیټرۍ چلېږي. ډرېوران وايي، دومره ګرمي ده چې د ګاډي پکي کار نه کوي او اېیرکنډېشنر ډېر مصرف لري نو په داسې کې د لاس جوړ کولرې لوی غنیمت دی. نور حال د فرانس پریس اژانس له وېډیو جوړ په دې راپور کې.

Mashaalradio.com 

په غزه کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي

نړیوالو اژانسونو د جولای پر ۱۲مه راپورونه ورکړي دي چې سهار وختي تر څو ساعتونو پورې په غزه ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونونو د بشري حقونو دفتر د جولای پر ۱۱مه خبر ورکړ چې په تېرو شپږو اوونیو کې په غزه کې نږدې ۸۰۰ کسان وژل شوي دي. د ایسوشيیټېډ پریس او رویټرز اژانس له وېډګانو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به پر ناټو وسلې پلوري او ناټو دې یې اوکراین ته ورکوي

ولسمشر ډونالډټرمپ او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې متحدایالات به پر ناټو وسلې وپلوري څو اروپايي متحدان یې دا وسلې پر اوکراین، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملو د شنډولو هڅه کوي، وپلوري. ښاغلي ټرمپ پرون له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د دې وسلو سل په سلو کې پیسې به ناټو ورکوي. په عین حال کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې په امریکا کې جوړې شوې ځینې وسلې چې اوکراین اړتیا ورته لري ناټو ته ورکړل شوي دي. او ناټو کولای شي دا وسلې اوکراین ته ورکړي او اروپايي... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus